لیکوال:محمدناصرحلیمي
۱. پوهه
پوهه د معنا هيمو،
اصطلاحاتو، قواعدو، اصولو، مثالونو تطبيق برنامو زده کړی ته وايي چې له عقلی
قوتونو سره تړاو لري.
له پوهې سره په تړاو
لاندې کلمات یاد شوي دي، چې هېڅ اسماني کتاب، لیکوال او فیلسوف پخپل کتاب کې په
دومره ټینګار سره نه دي یاد کړي.
د علم
(پوهه) لفظ په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۵۸۲) ځلې د ګټورو علمي
لاس ته راوړنو لپاره یاد شوی دی.
عقل په قرآن کریم کې له
مشتقاتو سره (۴۹) ځلې یاد شوی دی، چې د هوښیارتیا ټول ډولونه او عقلي
قوتونه
ترې مراد دي، ابن حبان عقل داسې تعريفوي: «المعرفة بما يمکن کونه قبل ان يکون[1]». (د څه په اړه له پېښې
وړاندې وړاندوينه کول).
فکر په قرآن کریم کې له
مشتقاتو سره (19) ځلې یاد شوی دی، فکر د معلوم له لارې د نامعلومو شیانو پېژندنې ته وايي.
الْأَلْبَابِ په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره
(۱۵) ځلې یاد شوی دی. لب هغه هوښیار عقل ته وايي چې ښه او بد، ګټور او مضر
پېژندلای، توپیرولای، ګټورې چارې او ښې ویناوې پرمخ وړلای شي.
لومړۍ درجه عقل ته اديب
وايي، تر دې پورته درجې ته اریب وايي او تر دې پورته درجې ته لبیب وايي او تر دې
پورته درجې ته عقل وايي[2]، زر کلونه مخکې د عقلي
قوت مراتب دومره علمي توضېح شوي وو، که دغه لړۍ دوام موندلای وای اوس به چېرته وو؟
اوس به د پرمختګ په لوړو پوړیو کې به د الهي او بشري حقونو د ادا اتلان وای.
تُلَقَّى په قرآن کریم کې
له مشتقاتو سره (۴) ځلې یاد شوې ده، له پوهې او تطبیق سره په تړاو د معلوماتو عقلي
او عاطفي اخیستنه ده.
فقه په قرآن کریم کې له
مشتقاتو سره (20) ځلې یاده
ده،
هغه ژوره او ډاډمنه پوهه چې عملي، ګټوره او کره وي.
شعور په قرآن کریم کې له
مشتقاتو سره (۲۹) ځلې یاد شوی دی، د عقلي
قوتونو استعمال په پایله واله بڼه.
اُولِي النُّهَى په قرآن
کریم کې له مشتقاتو سره (۲) ځلې یاد شوی دی، ژغورونکى او خوندي کوونکى عقل، هغه
عقل چې له ضرر او خطر څخه وژغوري.
فؤاد په قرآن کریم کې له
مشتقاتو سره (۵) ځلې یاد شوی دی. عقلي او
عاطفي قوتونه، د عقلي او عاطفي قوتونو د ګډو
هڅو ګټه.
نظر په قرآن کریم کې له
مشتقاتو سره (۱۰۹)
ځلې
یاد شوی دی، ژوره کتنه عاقلانه ځيرېدنه.
مکر په قرآن کریم کې له مشتقاتو
سره (۴۹) ځلې یاد شوی دی، هغه طرح او نقشه چې د منتجو چارو له ترسرنې مخکې تضمین
شوی وي يا پلان ته ويل کېږي.
تدبر په قرآن کریم کې له
مشتقاتو سره (۵) ځلې یاد شوی دی ګټورو پایلو سره په تړاو د عقل کارول.
حكمت په قرآن کریم کې له خپلو مشتقاتو سره (۱۱۶) ځلې یاد شوی دى د علم هغه تطبیقي برخه چې په
لږ وخت، لږې انرژې او لږو امکاناتو ډېرې مادي او معنوي لاسته راوړنې ولري.
بيان په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۵۲۶) ځلې یاد شوی دی، په رڼو موخو او مانوسو
کلماتو د حقایقو، مفاهیمو، آرونو او کړنلارو ښکاره کول.
كيد په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۳۵) ځلې یاد شوی دی، هغه طرح چې د چارو د ښې او
منتجې اجرا لپاره مخکې په دقیقه بڼه وړاندې شي.
[1]. ابن حبان ، ابو حاتم
البستي محمد بن حبان بن التميمي ، روضة العقلاء و نزهة الفضلاء ص ۱۰.
[2]. ابن حبان ، ابو حاتم
البستي محمد بن حبان بن التميمي ، روضة العقلاء و نزهة الفضلاء, ص ۸.

No comments:
Post a Comment