لیکوال:محمدناصرحلیمي
۲. مهارت
د پوهی هغه تطبيقي جريان
دی چې نتيجه او توليد ولري.
د فعل پایله وال او ګټوره اجرا چې د نتيجې پر
محور مادي ودې او معنوي ارتقاء لامل شي.
فعل په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۱۰۵) ځلې یاد شوی دی، چې عملي اجرا ت ترې مراد دی.
حكمت په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۱۱۶) ځلې یاد شوی دی ګټوره وینا، ګټور کار پخپل
وخت، له وړتیا سره برابر د اړتیاوو حل لپاره.
عمل په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۳۰۵) ځلې یاد شوی دی، چې ګټور کار ترې مراد دی.
كسب په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۶۲) ځلې یاد شوی دی، له ګټورې نتیجې سره په تړاو په
سیستماتیکه بڼه د کاري فعالیتونو اجرا ته یا عقلي او فزیکي پایله وال کار ته کسب
وايي.
احسان په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۱۹۴) ځلې یاد شوی دی، په ښکلي او کره بڼه د چارو
پرمخ وړل.
تقوى په قرآن کریم کې له
مشتقاتو سره (۲۵۳)
ځلې
یاده شوې ده، له هغو چارو افکارو، ويناوو او انګېرنو څخه ځان ژغورنه چې مادي، معنوي،
دنیوي او اخروي زیان لري.
نور په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۴۶) ځلې یاد شوی دی، د رڼا جریان، روښانه کار، روڼ فکر، ځلېدلې وينا او منلی زیار.
معروف په
قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۶۴) ځلې یاد
شوی دی، د هغو حقایقو او مفاهیمو پېژندنه چې انسان پرې د خالق او مخلوق حقونه
پېژندلای او ادا
کولای شي.

No comments:
Post a Comment