لیکوال:محمدناصرحلیمي
۳. وجداني روزنه
د احساساتو او باورونو تړاو له
پوهنی او مهارت سره.
يعنی چې پوهه او مهارت د زړه په مينه، پاک
نيت، لوړه موخه او په پوره لېوالتيا اجرا شي.
صدر په
قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۴۴)ځلې یاد شوی، د بشري عواطفو کڅوړه ده، چې له مینې،
کرکې، دوستۍ، دښمنۍ، وېرې، زړورتیا، خواخوږۍ، لورنې، مهربانۍ او
نورو مراد دى.
قسط په
قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۲۴)ځلې یاد
شوی دی، مستحقينو ته د حقونو سپارل او د عدل په معنا چې د ژوندانه بېلابېل او ګڼ
ډګرونه او بېلا بېل مستحقين دي لکه: د خپلو عقلي، عاطفي، رواني او جسمي قوتونو
ترمنځ تعادل او عدل، کورنی عدل، دنجونو، هلکانو، مشرانو او کشرانو ترمنځ عدل، د څو
ښځو ترمنځ عدل، د مور، پلار، خویندو، ورونو او مېرمنې د حقوقو ترمنځ تعادل، د علم او عمل ترمنځ تعادل او داسې نور چې پوره
کتاب پرې لیکل کېداى شي.
عَزْمِ
الْأُمُورِ په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۳) ځلې یاد شوی دی، چې په ګڼو چارو او ویناوو کې ګټور کار او
ډېره پخه وینا وکاروې.
ذكر په
قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۲۵۲) ځلې یاد
شوی دی، چې خپلې فکري تشې په
هدفمنو لارښوونو ډکې کړي او بشري منابع د طبیعي منابعو د متوازنې کارونې په موخه د
حقونو او ژمنو د ادا لپاره وپنځوي او د الهي او بشري حقونو کره ادا ته يې چمتو
کړي.
وعظ په
قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۳۳) ځلې یاد
شوی دی، له تېروتنو ګټنه، د تکرار مخنيوی او د رامنځته شویو زیانونو جبران.
حق په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۲۹۸)
ځلې یاد شوی دی، چې د
رښتیا، حقیقت، اړتیاوو رژول، وړتیاوو پنځول، هر چاته خپله برخه پخپل وخت کې ورکول
حق ګڼل کېږي.
صدق په
قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۱۴۶)ځلې یاد
شوی دی، رښتیا په وینا، عمل، فکر، نتیجه، سیستم، تشکیل او اهدافو کې.
احسان په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۱۹۴)ځلې یاد شوی دی، په کره، پوره او ګڼو بڼو او
مېتود د چارو، ویناوو او افکارو پرمخ وړل.
تقوى په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۲۵۳)ځلې یاد شوی دی، له خامو، نېمګړو، مضرو چارو، ویناوو
او افکارو څخه ځان ژغورل.
نور په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۴۶)ځلې یاد شوی دی، د چارو، ویناوو او افکارو
روښانه تګلار او کړنلار نور ګڼل کېږي.

No comments:
Post a Comment