درسي وسایل


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

درسي وسایل

د تطبيقی او منتج علم د کره زدکړی لپاره د ذهني قناعت له مخې درسي مواد او محد درسي هم قرآن کريم په ګوته کړي دي، چې دا ځانګړی تيزس غواړي.

د انسان په وجود کې محسوس او غیر محسوس وسایل، محیطي، ساده او عصري وسائل او داسې نور...

زموږ د ښوونې او روزنې بهير د منځپانګې او محتوى له پلوه، په نصاب، تعليمي وسايلو، روزنيزو کړنو، ښوونيزو کړنلارو، مينه ناک چاپېريال، متخصص تشکيل، عالمانه سمبالنه، خواخوږې مشري غواړي او زموږ شته ښوونیز سیستم د سمبالنې له پلوه په زرګونو ستونزې او نيمګړتياوې لري.

ډېر خطرناکه او خطر زېږه ستونزه په خصوصي او دولتي تعليمي ادارو کې د وسايلو او د وسايل پوه متخصصينو نشتوالى او له شته محيطي او عصري وسايلو څخه د استفادې نه وړتيا او نه لېوالتيا ده.

ښونيزو او روزنيزو وسائلو ته چې په کوم هېواد يا تعليمي ارګان کې پام نه وي، دې ته تعليمي بحران، ښوونيز کړکېچ او روزنيز ناورين وايي.

قرآن کريم دغو ستونزو ته تشخيصي تګلارې او حللارې ټاکلي دي، ډېره هڅه مې وکړه، چې د قرآن کریم يو روزنيز، پوهنيز او ښوونيز تفسير پيدا کړم ؛ خو ومې نه کړاى شول اوس مهال د قرآن کريم ښونيزو او روزنيز تفسير ته ستره اړتيا لري.

ګورو چې په قرآن کریم کې اورېدل، لیدل او عقلي وسایل د ژمن او منلي علم منل شوي توکي دي : «وَ لَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ اِنَّ السَّمْعَ وَ الْبَصَرَ وَ الْفُؤَادَ كُلُّ اُولٰٓىِٕكَ كَانَ عَنْهُ ».[1]

(په هغه څه پسې مه ځه چې تا ته يې علم نه وي، غوږونه سترګې او زړه هر څه هرومرو پوښتېدوني دي)

په پورته آیت کې الله تعالی د اورېدو، لیدو، عقل او عاطفې قوتونه علمي توکي ګڼي، یعنې د ژوندانه په چارو کې د پورته څلورو شیانو کره او پوره استعمال او نتیجې ته علم وايي او په عين وخت کې موږ ته وايي چې هر کار او زيار مو بايد عالمانه وي.

په سورت الملک چې هر ماښام يې لوستل سنت دی، داسې وايي: « أفَمَنْ يَمْشِي مُكِبًّا عَلَى وَجْهِهِ أَهْدَى أَمَّنْ يَمْشِي سَوِيًّا عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (٢٢) قُلْ هُوَ الَّذِي أَنْشَأَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَا تَشْكُرُونَ۳)».[2]

(ښه فكر وكړئ، څوک چې پړمخې روان وي هغه ډېر د سمې لارې ميندونكى دى او كه هغه چې جګه غاړه سم په يو هوار سرک باندې وي؟ دوى ته ووايه هماغه الله تعالی دى چې تاسې يى پيدا كړئ، تاسې ته يې د اورېدو او ليدو قواوې دركړې او غوركوونكي پوهېدونكي زړونه يې دركړل، خو تاسې بيخى لږ شكر باسئ).

سمع په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۱۱۶)ځلې یاده شوې ده.

 بصر په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۵۲)ځلې یاد شوی دی[3].

سیر یعنې عالمانه ګرځېدنه د پرمختګ او پشاتګ پر عواملو عالمانه بوختېدنه.

زموږ د شرمېدلې ځوړتيا یو لامل دا دی، چې ښوونه او روزنه یواځې له کتابونو څخه اخستل کېږي، د ډګر د څېړنو تحليل ډېر تت، لږ او له نشت سره برابر دى. په داسې حال کې چې قرآن کریم وايي، د زمکې شاو خوا د ولسونو د پرمختګ او په شاتګ لاملونه وسپړئ، عاملین یې وپېژنئ او کره کار ورته وکړئ. [4]

سير په قرآن کریم کې له مشتقاتو سره (۱۶)ځلې یاد شوی دی.

سیر هغه هدفمنې پوهنيزې ګرځېدنې ته وايي، چې د نورو خلکو د پرمختګونو، بریاوو او ناکامیو پر لاملونو، سیستمونو او پایلو په ښه او کره بڼه پوه او خپله ټولنه پرې بسيا کړاى شي، نو ویلای شو چې قرآن کریم هغه علم دى، چې د دنیا او آخرت ټول واقعيتونه حقايق او مفاهيم يې څرګند کړي دي.

(الله تعالى وايي :« قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ سُنَنٌ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُروا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ».[5]



[1]. الاسراء: ٣٦.

[2]. الملک: ۲۲ ، ۲۳.

[3]. المعجم لالفاظ القرآن الکريم له محمدفؤاد عبدالباقي نه په ګټنه شخصي څېړنه.

[4]. د سیر کلمه له سیاق او سباق سره په قرآن کریم کې دقیق وګورئ همدې پایلې ته رسېږئ.

[5]. آل عمران: ۱۳۷.


No comments:

Post a Comment