قرآن او واقعي علم


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

قرآن او واقعي علم

قرآن هم علم دى او هم مو د علومو زده کړې ته هڅوي هغه علوم چې له وهم، خيال او کاذبو تصوراتو نه راټوکېدلي نه وي، واقعي موضوعات، انساني تجربې يې عکس نشي جوتولاى څومره چې انساني تجربې زیاتیږي، هومره یې حقیقت ځلېږی او جوتېږي.

«بَلْ هُوَ اٰيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِاٰيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ».[1]

(په اصل كې دا د هغو خلكو په زړونو كې چې علم وركړ شوی، روښانه نښانې دي او زموږ له آيتونو يې له ظالمانو بل څوک نه منكرېږي).



[1]. العنکبوت: ۴۹.


No comments:

Post a Comment