علم


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

علم

اسماني مصونه وحې چې له انساني لاسوهنې نه خوندي پاتې ده، چې هغه قرآن کریم دی. د انساني اوږدو مشهودو علومو او ملموسو تجربو محصول ته هم وايي، چې پایله يې هر څوک په يوولس ګونو حواسو، په غړېدلو سترګو درک کولاى شي يا يې د همدې څانګې متخصص له خپلو وسايلو سره د خلکو حواسو استنادي مشاهدې ته وړاندې کولاى شي.

اسماني وحې چې څه ويلي دي، انساني څېړنو ورو ورو جوت کړي او لا يې جوتوي، چې د زرګونو منصفو غربي نابغه عالمانو د مسلمانېدو لامل وګرځېد.

دکتور احمدنسیم سوسه Dr. A. N. Sousa د عراق د علمي ټولنې غړی یهود آری مسلمان شوی وايي:"د ناپوهو او بېکاره پرګنو په پرتله په پوهه، رڼه، پرمختللې ټولنه او علمي زمانه کې قرآني معجزې ډېرې څرګندې شوې".

قرآن د انسانیت پرمختګ ته ژمن دی، مخلوق په سمه توګه انسان ته ورپېژني، قرآني لارښوونې د هرې زمانې غوښتنو او پوښتنو ته سم ځوابګر دی [1]».

بوتر[2] وايي".محمد د یوې ناپوهه ټولنې بې سواده و. د حیرانتیا خبره دا ده، چې قرآن کریم هغه مهال داسې علمي خبرې کړې دي، چې اوس ساینسپوهانو جوتې کړي او لا یې جوتوي، پرته له دې چې ووایو: دا قرآن کریم د الله تعالی کتاب دی او بس، بله لار نه لرو". [3]

بروز[4] وايي:"قرآن کریم د انسان ذهن د شمسي نظام څېړنې ته ځیروي او هڅوي:«هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاء وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ الله ذَلِكَ إِلاَّ بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ».[5]

(هماغه یو ذات دى چې لمر يې روڼ او سپوږمۍ يې روښانه پيدا كړې ده او د سپوږمۍ د نرۍ كېدو او غټېدو پړاوونه يې په منظم ډول ټاكلي دي، چې تاسې پرې د كلونو او نېټو حساب معلوم كړئ. الله تعالی دا هر څه (د لوبې په ډول نه ؛ بلكې) يو مقصد ته يې پيدا كړي دي. هغه خپلې نښانې د هغو خلكو لپاره چې علم لري. په روښانه څرګنده توګه وړاندې كوي).

د طبیعت اېلول او د انسان د خدمت لپاره یې کارول، د ایمان او شکر ارزښتناکه برخه ده، الله تعالی وايي: «وَالَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنَ الْفُلْكِ وَالْأَنْعَامِ مَا تَرْكَبُونَ (12) لِتَسْتَوُوا عَلَى ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْكُرُوا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا اسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ (13) وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ (14)».[6]

(هماغه ذات چې دغه ټولې جوړې يې پيدا كړې او ستاسې لپاره يې د بېړيو او څارويو سپرلۍ پيدا كړې دي. چې تاسې پرې سپاره شئ او كله چې پرهغې سپرېږئ ؛ نو د خپل رب احسان ياد كړئ اووايئ چې: (پاك دى هغه ذات چې زموږ لپاره يې دغه شى ايل كړ، كه نه موږ د ده د کابو کولو وس نه درلوده).

قرآن د ژویو د پاللو ترڅنګ د بېړیو تسخیر او پکارونې ته انسان هڅوي، اوښان او بېړۍ ستر الهي نعتمونه یادوي او د اورګاډي، موټرو او الوتکو جوړولو ته خلک هڅوي، د رغولو، ودانولو او ړنګولو یواځینۍ وسیله اوسپنه ده چې قرآن کریم یې داسې یادوي:«وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ الله مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ الله قوي عَزِيزٌ».[7]

(موږ خپل پېغمبران له روښانونښانو څرګندو او هداياتو سره ولېږل، كتاب او تله مو ورسره نازل كړل چې خلک پرعدل ولاړ وي او اوسپنه مو را كوزه كړه چې په هغې كې ډېر زور دى او د خلكو لپاره ګټې دي. دا د دې لپاره چې الله تعالی معلومه كړي چې څوک د هغه له ليدلو پرته د هغه او د هغه د پېغمبرانو مرسته كوي. بېشكه الله تعالی ډېر قوى او برلاسى دى).

او تر دې هم روښانه مثال د ذَرَوِيْ (هستوي) قوت استعمال دی، چې له همدې اوسپنې نه د جنګي، موخو لپاره ترسره کېږي»[8]



[1]. خلیل ، عمادالدین ، قالوا عن القرآن ، ص 26.

[2]. ديبورابوترD. Potter: په 1954م کې د امریکې پهترافيرز کې د ميشيګان ايالت کې زېږېدلی دی. د ميشیګان پوهنتون له ژورنالیزم څخه فارغ دی په ۱۹۸۰م کې له ذهني قناعت نه وروسته مسلمان شو.

2. خلیل ، عمادالدین ، قالوا عن القرآن ، ص 8.

[4]. د. ميلربروز ، په نږدې ختیځ کې د ژبو د څانګې رییس ، (ییل) په پوهنتون کې د انجیلي فقهي استاد ، د براون پوهنتون کې استاد ، د بیروت په امریکایي پوهنتون کې همکار استاد ، په قدس کې د هغه امریکايي مدرسې مدیر چې ختیځ څېړنه کوي. مشهورې لیکنې یې دا دي: …Founders of Great Religions ، 1931. ،  ، What means these Stones ، 1941. ، …Palestine our Business ، 1941.

[5]. يونس: ۵.

[6]. الزخرف: 12 - 14.

[7]. الحديد: ۲۵.

[8]. خلیل عمادالدین ، قالوا عن القرآن ص 4.


No comments:

Post a Comment