قرآني علوم یعنې څه؟


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

قرآني علوم یعنې څه؟

قرآني علوم يعنې هغه علوم چې له قرآن کریم سره تړاو لري، چې له څلورو خواوو يې توضيح کوو:

۱. هغه قرآني علوم چې پر قرآن کریم د سمې پوهېدنې ځواک رابښي، هغه اصول او موضوعات راښيي چې قرآنپوهنه پرې اسانېږي. د نحو، صرف، بديع، بیان، معاني، اصول فقه، لغة طبيعي علوم، څېړنيز علوم او داسې نور.

۲. هغه قرآني علوم چې موږ ته لارښوونې او پېرزوېنې لري.

د اوامرو، نواهيو او کیسو په بڼه يې وړاندې کوي، چې د ژوند د ټولو اړخونو په اړه د ستاينې او غندنې وړ چارې، افکار او نظريات وپېژنو او سره جلا يې کړاى شو، د دواړو پر بدو او ښو پايلو پوه شو، عملي ېي کړو، بشري پرګنې پرې وروزو او له همدې لارې خپلې ټولنې ته امنيت، غنا، روغتیا، هوښيارتيا او پرمختیا ور وبښو.

۳. هغه قرآني علوم چې قرآن کریم انساني عقل ورته ځير کړى او هڅولى دى او ورته ويلي یې دي، چې خپل عقلي او عاطفي ځواکونه پکار واچوه، چې ستا د فعاليت په نتيجه کې انسانانو ته مادي او معنوي حقائق په ډاګه شي او له دې لارې نړۍ په علم روښانه په فعاليت ښېرازه او په منسجمو هڅو ودانه شي.

«هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ».[1]

( الله تعالی هغه ذات دی چې تاسو ته یې زمکه اېل کړه ؛ نو تاسې ګرد چاپېره وګرځئ او د الله تعالی روزي وخورئ! او د همده په لور خواره شئ!).

په نطفه، اسمان، زمکه، انساني اړتیاوو، وړتیاوو، ټولنې، پرمختګونو، شاتګونو، بریاوو، ناکاميو، مادي او معنوي وسایلو، پرمختګونو پشاتګونو او داسې نورو کې فکر کول.. او حقائق داير سره کول.

۴. هغه قرآني علوم چې رامنځته کېدل يې د قرآني لارښوونو د تطبیق ضمانت کوي، يا يې په تطبیق کې مرسته کولاى شي همدا اوس چې موږ د قرآن کریم د تطبیق په برخه کې پاتې راغلې یو، يو علت يې د ژوند د مختلفو اړخونو په اړه له مسلمانانو سره د صنعتي پرمختياوو، کره معلوماتو او څېړنو نشتوالی او کمى دى.

بې له علمه قرآن کریم زړه ته لار نه پیدا کوي، د ناپوهانو زړونو ته د هدايت لارې بندې شوې دي: «كَذَلِكَ يَطْبَعُ الله عَلَى قُلُوبِ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ».[2](همدارنګه الله تعالی د هغو زړونه بندوي چې نه پوهېږي).



[1]. الملک: ١٥.

[2]. الروم: ۵۹.


No comments:

Post a Comment