لیکوال:محمدناصر حلیمي
۱۴.
پاک خواړه
د حلال مال د پلټنې او ترلاسوونې هدايت، اسلام د اسلامي شعائرو د ادا لپاره همداسې چې له ظاهري پليتيو
څخه د ځاى، جامو
او بدن پاکوالى غواړي، همدا راز د وينې، غوښې او هډوکو پاکوالى هم د عباداتو لپاره شرط ګڼي، اما
متاسفانه چې موږ
پخپلو
نصابونو کې د حلال مال د ترلاسولو روزنيز نصاب نلرو، يوه برخه خلک مو ځان د ښکاري
مرغانو او درنده ګانو، له خنزير، سپي او مردار شويو حيواناتو، شراب، نشو او
ډکو بولو له خوړلو ځان ساتي، خو په دې فکر نه کوي چې د يتيم، مظلومو خويندو او
يتيمانو مالونه تر پورته حرامو بتر حرام او تر پورته مردارو بتر مردار دي.
زموږ په نصاب کې بايد د حلال خوراک، څښاک
او پوښاک موضوعګانې تر لمانځه، روژې، زکات او حج مخکې يادې شي ؛ ځکه د حرامخور
لمونځ، روژه، زکات، حج او نور عبادات بې ځايه دي، الله تعالى حلال مال په
څلورو لاندې ستاينومونو ستايلی دی:
۱. فضل: غوره او بهتره څیز په سورت مزمل [1] کې تر قتال في سبيل الله او سورت آل
عمران [2] کې تر غزا مخکې د تجارت يادونه شوې ده.
۲. متاع: د ګټې وسیله، د متاع کلمه قرآن کريم کې ٦٨ ځايه ذکر شوې، دنيا ته چې متاع ويل شوې، متاع ناڅيز ته وايي، متاع د ګټې وسيله، د
اخرت تحفه دنيوي او اخروي نېکمرغيو تر لاسه کولو وسايل، اسباب او مدارکو ته وايي.
۳. خير: ښېګڼه
۴. مَالُ الله: د الله تعالی مال.
د حلال د پلټنې په اړه
اسلامي کتابتون په زرګونو کتابونه لري چې یو څو څیړنیز کتابونه يې دا دي:
1. امام محمدالحسن
الشیبانی زر کاله مخکې د الکسب په نامه یو کتاب ولیکه، چا ورته وویل: تا د هر څه په
اړه کتاب ولیکه، د زهد په اړه دې څه نه دي ليکلي، ده وویل: پر معاملاتو مې ليکلي.
که دا کتاب په اسلامي نړۍ کې دود شوی وای، باور دى، چې اوس به د صنعتي هېوادونو لورانده مشري او عالمانه
لارښوونه به له اسلامي هېوادونو سره وای. [3]
2. البرکة فی فضل السعي
والحرکة، ابي عبدالله محمد بن عبد الرحمن بن عمر الوصابي الحبشي، په کال ۷۸۶ ق
وفات شوی دی، تحقیق مرکز الدراسات الفقهیة والاقتصادیة، احمد جابر بدران او علي
جمعه محمد چاپځای بنک الکویت.
3. الحث علی التجارة و
الصناعة والعمل والانکار علی من یدعي التوکل فی ترک العمل والحجة علیهم فی ذلک
کتاب چې لیکوال یې احمد بن محمد الخلال البغدادي ابوبکر په کال ۳۱۱ق وفات شوی دی، ابوغده
څېړلی دی.
4. حسن الفهم والتعقل فی
جمع الکسب والتوکل(1150- 1224هـ ف) فقیه امام الشيخ المخدوم، عبدالواحد
بن دين محمد السيوستاني، السندي الحنفي، دارالصنعاء للنشروالتوزيع
5. رسالة فی مدح السعي
وذم البطالة. ليکوال يې الامام شمس الدین احمد بن سلیمان، الشهيربا بن کمال باد شاه، دارالصنياد ته النشروالتوزيع
الکويت.
6.
ابواب الرزق، لیکوال نواربن الشيلي.
7.
النفع العاطر من صید الخاطرفیما
یخص العالم والمتعلم.
8.
الرزق ابوابه و مفاتحه عبدالمالک
قاسم، دارالقاسم الکتب الاسلامية.
په سوونو نورکتابونه د کار، کسب او تولیداتي عملي فعالیت پر ارزښت لیکل
شوي دي.
نوموړي کتابونه که یواځې د مدرسو
په نصاب کې هم شامل وای، د اقتصاد او صنعت له پلوه دومره نه پرېوتو، اسلامي امت به
اوس د فقر په ګړنګ کې دوست او دښمن ته د
نهیلۍ آهونه د دردناک زګېروۍ په بڼه نه رایسته.
دا پوښتنه تر اوسه نه ده حل شوې، چې دا پورتني کتابونه ولې د درسي مؤسسو په دیني
نصاب کې نه دي شامل شوي، په داسي حال کې چې حلال خوراک د عبادت اساسي شرط او رکن
دی، په نړۍ کې يو عالم هم نشته چې ووايي په حرام مال سره لمونځ، روژه، زکات يا حج
د الله تعالی په دربار کې منل کېږي یا ذره هومره اجر لري.
د انسانانو روزنه باید
داسې وشي، چې په غرو، رغو او سمندرونو کې په صنعت، زراعت،
تجارت او مسافرتونو کې خپله روزي وپلټي، نه د غصب، ظلم، رشوت، اختلاس اوخیانت له
لارې.
مارکس چې د الحاد له تورتمه د غصب،
انحصار او فريب پرضد شعار ورکوي، د توحيد په چم کې موحدين ولې د غصب، انحصار او
فريب په له منځه وړلو کې پاتې راغلل؟ دوی پر رزاق الله تعالی د باور ادعا لري، کاینات
هم له الهي رزق څخه ډک دي ؛ خو امت اجابت (مسلمان) او امت دعوت (نامسلمان) لا هم د فقر په لمبو کې سوځي[4].
حلالو مدارکو ته لاسرسی او د حرامو مخنيوی د
قرآني هدايت بنسټ دی، د حلالو د ايجاد له لارې حرام له منځه ځي. حرامخوري
په ټولنه کې یواځې په غوره ویناوو، زړه راښکونکیو نصیحتونو له منځه نه ځي او
حرامخوري چې له منځه لاړه نشي دینداري او عبادت په شریعت کې اعتبار نه لري. چېرته
دی د قرآنپوهانوداسې یو کاري او علمي ټیم چې د لمر په څېر حکومتونه د خپلو وږو تږو
ولسونو د ګټو پر محور راوڅرخوي؟ قرآن کریم د دې لپاره نه دی نازل شوی چې د قرآن
کریم له لارې عامه ذهنیتونه د یو بل پر وړاندې د فرعي موضوعګانو پرسر استعمال شي، قرآن
کریم اصلاً داسې کتاب نه دى چې متفرقې ډلې وزېږوي او بيا یو بل سره وخوري.
پېغمبرﷺویلي: «لَيْسَ مِنَّا مَنْ
لَمْ يَتَغَنَّ بِالْقرآن»[5]. (څوک چې په قرآن کریم
سره غني نشي، له موږ نه نه دی). يعنې غنا د قرآن کریم د تطبیق له لارې
رامنځته کېږي[6].
په دې معنا چې قرآن کریم، انسان ته
د کار، صنعت، تجارت، اکتشاف، اقتصاد، پرمختګ
وړتیا بښي لارې چارې ورښيي هر انسان که څومره ذهني ځوړتیا او فکري خلا ولري، د
قرآن په عالمانه لوستلو د ژوندانه د پراخیتا او پرمختیا وړتیا موندلای شي، ځکه
قرآن انسان ته عقلي غذا، رواني ځواکمنتیا، فکري پياوړتیا او کاري وړتیا بښي.
[1]. سورت مزمل: ۲۰.
[2]. سورت آل عمران: ١٥٦.
[3] . دا کتاب د افغانستان د علومو اکاډمي وژباړه او چاپ يې کړ.
[4] . نړېواله احصاییه چې
وګورئ ؛نو تر اتیا سلنه زیات خلک د نړۍ په کچه اړ ، بېوسه او بېوزلي دي ، اسلام او
ایمان د دوی د سلامتیا او امن ضامن دی ، د بشري پرګنو ترمنځ اقتصادي تعادل رامنځته
کول د اسلام له اساسي موخو څخه دي ، داسې اقتصادي نظام چې یو له مړښته او بل لوږې
مري ، اسلام ورته د تعادل ګټورې او رڼې تګلارې لري.
[5]. بخاري ، جعفي ، محمد بن
اسمعيل ، الجامع الصحيح ، صحيح البخاري ، ج 23 ص 55.
[6]. يتغني لاندې معناوې
لري: ١: سفيان بن عيينه وايي: يستغني به ، یعنې چې اړتياوې يې ورسره حل شي. ٢: خلکو ته اړ نه شي. ٣: قاضي عياض وايي: پورته دواړه خبرې د ابن عيينه دي ، په
فتح الباري کې ابن حجرالعسقلاني وايي: امام بخاري د سفيان بن عيينه نظر تاییدوي.

No comments:
Post a Comment