۱۵. د پوهانو د پاللو هدايت


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۵.           د پوهانو د پاللو هدايت

د اسلامي امت د څو پېړیو سپک ژوند یو اساسي لامل د پوهانو پرزول او کړول و، یو څو دردناکې او عبرتناکې بېلګې چې په اسلامي تاريخ کې لولو هغه دا دي چې ستر پوهان یا بندیان و، یا په عادي چارو کې بوخت و، دغه عالمان دخپلسرۍ، استبداد، استثمار او اختلاس پر ضد و، همدا لامل و چې چارواکو دوی تړل، وهل او وژل، چې يو څو په لاندې ډول دي:

۱. د (۴۰۰۰) سترو پوهانو او مجتهدینو شاګرد د ۳۶۰۰۰سترو پوهانو استاد امام ابو حنیفه رحمه الله په بند کې په درو تر وهلو وروسته، چې د بشریت د نجات لپاره يې (36000) شاګردان روزلي، په بنديخانه کې په شهادت رسول کېږي.

۲. پر امام شافعي رحمه الله د اعدام حکم کېږي او بیا يې امام محمد رحمة الله عليه سپارښتنې ته راځي.

۳. امام مالک رحمه الله دومره وهل خوري چې لاسونه یې شلېږي.

۴. امام احمد بن حنبل رحمة الله تعالی (۱۸۰۰۰) دُرِې وهل کېږي.

۵. امام سرخسي په کوهي کې بندي کېږي، شاګردان ترې د (مبسوط) شهکار کتاب لیکي.

موږ مسلمانان باید د فکري پراختیا، پرمختیا او د پوهانو د خوندي کېدا لپاره رامنځته شوي ټولنيز خنډونه په ګوته او هوار کړو د مور له نسه تر لحده باید د انسان د جسمي، عقلي او عاطفي ودې او توازن لپاره لار سازي وکړو. هله به د قرآن کریم د درانه بار د وړلو جوګه شو، کنه په دې نریو ملاوو، کمو معلوماتو او کمعقلو متضادو جبهو قرآن کریم په سمه معنا او منتجه بڼه نه تطبیقېږي.

په اسلامي هېوادونو کې غله چارواکي ژمن پوهان د دې لپاره ګواښوي ټکوي چې په اسلام کې چارواکي د ولس د عزت، مال او ژوند ساتندویان دي، غله چارواکي داسې پوهان غواړي چې د دوی پر مالي او معنوي جرمونو زرینې پردې وغوړوي.

بې پلانه او بې عمله

بې پلانه او بې عمله د بریاوو انتظار حماقت او ځان تېرایستل دي.

«قَدْ جَآءَكُمْ بَصَائِرُ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ أَبْصَرَ فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ عَمِيَ فَعَلَيْهَا وَمَا أَنَا عَلَيْكُمْ بِحَفِيظٍ». [1]

(وګورئ، تاسې ته ستاسې د رب له لوري رڼې لارې در ښودل شوې دي، اوس چې څوک له بينايۍ څخه كار واخلي، ځان ته به ګټه وكړي او څوک چې ځان ړندوي، خپل ځان ته به زيان واړوي زه پر تاسې كوم ساتونکی نه يم).

«إِنَّا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ فَمَنِ اهْتَدَى فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِوَكِيلٍ(٤١) ». [2]

(اى پېغمبره!) موږد ټولو انسانانو لپاره دغه حق كتاب پرتا نازل كړى ؛ نو څوک چې سمه لار غوره كړي، ځان ته به يې غوره كوي او څوک چې بېلارې شي، د سرغړنې وبال به پر همغه وي ته پر هغوی څارن اوساتونكى نه يې).

«مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَآءَ فَعَلَيْهَا وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ».[3]

(چا چې ښه عمل وكړ د خپل ځان لپاره يې ښه وكړ، چا چې بدي وكړه، وبال به يې پرهمغه وي اوستا رب د خپلو بندګانوپه حق كې ظالم نه دى).

«مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَآءَ فَعَلَيْهَا ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ».[4]

(چا چې ښه وكړه خپل ځان ته يې وکړه او چا چې بد وكړ پخپله به یې نتيجه وڅکي. ستاسې ټولو خپل رب خواته بيا ورتلل دي).

نفس په نبوي احادیثو او قرآني آیتونو کې د انسان د عقلي، عاطفي، رواني، روحي او فزیکی قوتونو ته ويل کېږي.

قرآن ډېر ټینګار کوي چې انسان باید خپل نفس تزکیه کړي یعنې وده ورته ورکړي او سپېڅلی یې کړي دښو چارو د اجرا او ادا وړتيا، هڅه او تلوسه په پوړيزه، پلانيزه او عملي بڼه پکې وروزي.

«قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا (٩) وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا».[5]

(که چا دا نفس سپېڅلى کړ او ښه يې وکړ ؛ نو (نتیجه یې د نفس وده او پياوړتيا ده) او (که بد يې وکړه ؛ نو خپل نفس یې وځاپه).

ځکه ګټور افکار، ښې، خوږې مینه ناکې خبرې او نېکې چارې د انسان عقل، روح، روان او جسم ته وده ورکوي د وګړیزو او ټولنیزو چارو د لوراندې مشرۍ او باکفايته رهبرۍ وړتیا پکې پیدا کوي.

د دیني علماوو وظیفه دا ده، چې د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ لپاره خلکو ته د سالمو بوختیاوو داسې طرحې او منتجې کړنلارې وړاندې کړي، چې فزیکي، عقلي، روحي او رواني استعدادونه يې د ښېګڼو، پرمختګ او فعاليتونو لپاره د الهي او بشري حقونو، مسلکي مسؤولیتونو او اجتماعي ژمنو په مسلکي ادا کې وکارول شي.



[1]. الانعام:١٠٤.

[2]. الزمر:۴۱.

[3]. حم سجدة :٤٦.

[4]. الجاثیه: ١٥.

[5]. الشمس: ١٠.


No comments:

Post a Comment