لیکوال:محمدناصر حلیمي
۱۶.
وړتیا پلټنه
«عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: قَالَ رسول الله ﷺ: «تَجِدُونَ
النَّاسَ كَإِبِلٍ مِائَةٍ، لَا يَجِدُ الرَّجُلُ فِيهَا رَاحِلَةً».[1]
(له ابن عمر نه
روايت دی، چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: خلک د سلو اوښانو په څېر دي ؛ چې یو سړی پکې داسې اوښ نه مومي چې
بار پرې یوسي).
د دې حديث معنا دا ده چې د ژوند د هرې برخې او هر کار لپاره بايد د کميت او
کيفيت لپاره سر لارې وروزئ او پيدا يې کړئ.
په بل روایت کې راځي «تلتمسون». [2] (پلټنه کوئ).
دلته زموږ په ټولنه کې د ژوند په
سیاسي، اقتصادي، امنیتي، تعلیمي، صحي او روزنیز ډګر کې د بار وړلو خلک ډېر کم دي لامل
یې دا دی، چې موږ د قرآن کریم له لارې په نبوي دود د وګړو د استعدادونو د غوړېدولو او د کميت او کيفيت د پېژندنې او د چارو د علمي وېش په اړه خپل مسؤولیت نه دی ترسره کړی.
د دې حديث معنا دا نه ده چې په سلو انسانانو کې يو انسان د
کار سړى دى او نور بېکاره پرزې او په اصطلاح کدوان دي، په يو کار کې يو سړى او په بل کار کې بل سړى د کار دى. انسانان د کمیت او کیفیت له پلوه ګڼ او بېلابېل استعدادونه لري کله چې پر بشري منابعو کار ونشي، استعدادونه يې
بې ارزښته شي ؛ هلته بيا ويل کېږي: (سل دې ومره، خو د سلو سر دې مه مره). په وړتیا پالو ټولنو
کې هر سړی، سړی دی.

No comments:
Post a Comment