۱۷. له اسمان نه د استفادې هدايت


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۷.           له اسمان نه د استفادې هدايت

له لمر، سپوږمۍ فضا او هوا څخه د بشر او انسانيت په ګټه کار اخستل د قرآنپوهانو سياسي دنده ده.

د لمر کلمه په قرآن کریم کې نږدې ۴۰ځلې یاده شوې ده، که موږ پخپلو هېوادونو کې یواځې له لمر نه ګټه واخلو، په هېواد کې به سوالګر پیدا نشي تنکي غوړېدلي ګلالي معصوم ماشومان به له لوږې له پتمن ژوند او علم له نعمته محروم نه وي، په ډېرانونو کې به د کاغذونو او پلاستيکونو بوجۍ په شا نه ګرځوي، خپله ډوډۍ به په ډېرانونو نه لټوي، له سیندونو دښتو او کانونو که ګټه واخلو د نورو بشري پرګنو بچيان هم د فقر له افته ژغورلای شو.

د اسلام د عزتمنې غلبې، د مسلمان د درنښت پرمختیا، مادي او معنوي سعادت او د هر ساکښ پرمختګ په دې کې دی، چې طبیعت د قرآني لارښوونو په رڼا کې په مؤمنو زړونو، د بشریت پرمختګ ته د ژمنو عقلونو او عواطفو له لارې تسخیر او په متوازنه توګه يې، بې له توپيره استفادې ته وړاندې کړای شي.

ارواپوهان وايي: په انسانانو کې ډېر ژور خپګان ماشوم ته پیدا کېږي، کوم هېوادونه چې اسلام ته منسوب دي، که د ماشوم ژوند پکې وکتل شي ؛ نو ډېر ماشومان له ډېرو خطرناکو خپګانونو سره د اقتصادي ستونزو، علمي نيمګړنو، صحي ناژمنتيا، اداري او مالي فساد له امله مخ دي او د دې پړه د هغو واکمنو او پوهانو پر غاړه ده چې بشري وړتیاوې له طبیعي منابعو څخه سالمې استفادې ته نه چمتو کوي او انسان د مخلوق پالنې ته نه روزي.

روغتيا پوهان او اقتصاد پوهان يو ګډ فارمول لري (چېرته چې لمر وي هلته لوږه او ناروغي نه وي) موږ لمر هم لرو، وږي او رنځواران هم يو.


No comments:

Post a Comment