لیکوال:محمدناصر حلیمي
د قرآن کریم هره جمله روغتیایي پېغام
موږ چې د
قرآن کریم له لوري هره وينا، عمل او نظر ورکوو، باید وګورو چې کومې اعتقادي، عبادي،
اقتصادي، سیاسي، اجتماعي، اخلاقي، کورني، ښوونيزه، روزنيزه او تعلیمي ناروغۍ ورسره
له منځه ځي او په نوموړو ډګرونو کې څومره روغتيا او رغونه رامنځته کېږي او که
رامنځته نشوه د قرآن کریم تدریسي دود او نصاب باید بدل او نوښتونه رامنځته شي.
قرآن انسان ته د نړۍ په کچه د شفا بښنې داسې
پراخه او هر اړخیزې موخې ټاکلي، چې خپلې ټولې چارې د شفابښنې پر لار روانوي او ځان د تل لپاره
د ژوندانه په دې ډګرونو کې له شفا بښونکو شخصیتونو سره مل کوي او پر ځان ارزونه او
بل ارزونه کې تل له شفا بښنې کار اخلي او د شفا په اړه له بې تفاوتۍ نه ځان ژغوري.
مسلمان شفا بښل خپل کار ګڼي شپه، ورځ ورته عالمانه او محققانه زیار باسي او هر چېرته چې رنځ ګوري، د مسلمان
غفلت يې ګڼي او معالجې ته يې ځان چمتو او په اخلاقي بڼه ځان ژمنوي.
No comments:
Post a Comment