لیکوال:محمدناصر حلیمي
وقایه که درملنه
د قرآنپوهانو
اساسي دنده د رنځونو وقایه ده. که په وقایه کې پاتې راغلل ؛ نو بيا د دې ټولو
رنځونو د تشخیص او درملنې لپاره باکفایته او پراخه تشکیل او مسلکي او اخلاقي روزنه
ده. که موږ غواړو، د قرآن کریم حق ادا او د قرآن کریم حقانیت نړۍ او نړيوالو ته
څرګند کړو، بايد چې د بشري کړکېچونو په مخنیوي کې په ټوله نړۍ کې د اسلامي علماوو
ګټور نقش څرګند او د بشري نړۍ د دردونو په کمولو کې خپل مسؤولیت ادا کړو. د بشري
پرګنو لپاره د عامه روغتیا په رامنځته کولو، د رنځونو په وقایه او معالجه کې ځان
مسؤول وګڼو.
موږ قرآني
ولس رنځورانو ته راليږل شوي يو، د قرآن
کریم له لوسته په دې پوهېږو چې اسلامي امت رنځ پېژاند، رنځ درملوونکی او روغتياپال
ولس دی. موږ الله تعالی د رنځونو وقايې، د بشري رنځونو عالمانه تشخیص، حکیمانه
تجویز، کریمانه درملنه او رحیمانه معالجې ته رالېږلي يو او که دا کارونه ونشو
کولاى او ځان ته اسلامي امت ووايو، په حقيقت کې مو د اسلامي امت له تعبير سره جفا
کړې ده. ځکه چې قرآن روغتيا بښونکى، د ظاهري او باطني رنځونو
لپاره شفا ورکوونکى (وَشِفَآءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ) کتاب دی.
No comments:
Post a Comment