لیکوال:محمدناصرحلیمي
حقپاله قرآن لوستنه
قرآن باید داسې ولوستل شي چې د دماغو حجرات د
حقپالنې، حق مننې او حق ته د ودې ورکولو ځواکمنه روحیه په ځان کې وپالي او بیا له
قرآن کریم لوستنې څخه د نظام د جوړولو تمه او هیله وشي، ځکه سیاسي نظام د حقپالنې
مېوه ده، د هېوادونو سیاسي نظام هومره پیکه او تریخ دی، څومره چې د حقپالنې کچه يې پیکه او ترخه وي، يا په بله ژبه، سياسي نظام د حقوقي ړنګښت هومره ړنګ دى، د حق له ځواکمنولو او عدالت له پياوړي کولو پرته سياسي ثبات غوښتل د
شعارچيانو حماقت دی،
لکه چې سیاسي ثبات د ښکېلاک په موجودیت کې
د
ډنډمارو مشرانو مرض او د نيواکګرو غرض
دی.
د سیاسي نظام رښتني پالندویان د حقپالنې پر
محور څرخي. نظام هلته ثبات پيدا کوي، چې حقتلفي د هر چا او په هره بڼه چې وي، محاسبه شي.
هغه څوک چې د خپلو مالي سرچينو، کړنو او
تصرفاتو کره ګزارش نشي وړاندې کولاى سياسي ډګر ته بايد رانشي، د موسی او خضر علیهمالسلام د کیسې حق پالنه، لکه موسی چې له خضر علیهمالسلام سره تحمل ونه کړای شو، سره له دې چې
الله تعالی ورته فرمایلي وو، چې دى د رحم او علم خاوند دی ؛ خو کله چې يې د مالي
زیان، حق کار او د بې ګناه قتل دردوونکي انځورونه وکتل، له واره یې انتقاد وکړ، د صبر کاسه یې په مورګو شوه او نیوکه یې وکړه.
دې کیسې کې موسى کمزورى نه دى ښودل شوى، د
حقپالنې لوړه کچه او د حقتلفۍ په رنځ رنځوره ټولنه ترسيم شوې ده او موسی علیه السلام
په دې علمي سیر کې پر ټولنیزه حقوقي وضع پوه کړای شو چې واکمنان د ولس پر مال
ملنډې وهي، د یتیمانو مال خوندي نه دی او لوړ استعداده ماشومان روزنځایونه نلري.

No comments:
Post a Comment