حقپال او حقیقتپال د قرآن کریم بنسټ


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

حقپال او حقیقتپال د قرآن کریم بنسټ

د هغو حقپاله افکارو، شخصيتونو او سيستمونو ملاتړ وشي چې د وګړو او دولت، د نارینه او ښځمنو، د مشر او کشر، د حیوان او نبات د جسم، روح او عقل د حقونو د اداء ضمانت کوي، باید حقپالنې ته تر هر څه ډېرې هلې ځلې او حقپالو ته تر هر چا ډېر درناوی وشي، چې د قرآن د جامع او هر اړخيز تطبيق مخه هواره شي.

د حقتلفۍ او حقتلفو په اړه بايد وړاندېزونه، نیوکې او شکایتونه وشي، د حقتلفۍ عوامل، عاملین او علتونه رابرسېره او په تطبیقي بڼه يې د جبران لارې چارې د مکافات او مجازات په چوکاټ کې وړاندې شي. د حقونو او وجائبو د اداء ترتیب او طریقې ایجاد د پيل و پاى ټکي و ټاکل شي.

که موږ په قرآن کریم کې د حق کلمه د سیاق او سباق د محتوی او منځپانګې په پامنیوي تر څېړنې لاندې ونیسو، نو جوته به شي چې د حقایقو جوتول او د حق راښکاره کول، حق منل او حق حقدار ته سپارل، د قرآن کریم اساسي لارښود، اساسي موخه او د قرآنپوهانو اساسي دنده ده. که څومره خوږه، ښکلې او په زړه پورې لار وي، خو چې حق تروړنه پکې وي، باید د بطلان کرښه پرې راښکل شي او له منځه ولاړه شي، ځکه د انسان، ژوی او نبات په حقتلفۍ د هرې ديني او دنيوي چارو پرمخ وړل شيطاني طرح ده.


No comments:

Post a Comment