لیکوال:محمدناصرحلیمي
قرآني رڼا
ایمان، تقوا احسان او
صالح اعمال د قرآني رڼاګانو نتيجې دي چې فرد او
ټولنه کې بايد وکتل شي، د دې رڼا ګانو بلوونکي کولای شي، د ټولنې د
ټولو
غړو زړونه نرم، هوډونه کلک، فکرونه روښانه او ضميرونه
راڼه
کړي که د قرآن کریم حق ادا شي، د ژوندانه په ټولو ډګرونو او اړخونو کې خلک د
سباوون په لور بېولای شي د وګړو او قیادتونو د
کړنو،
چارو او افکارو روښانول، رڼې طرحې او د روښانه چارو پرمخ بېول د
قرآني شخصیتونو بنسټيزه دنده ده،
همدا
لامل دى چې د قرآن کریم سبک، اسلوب، نظم، نسق لارښوونې، پېرزونې او انځورونه خواږه
او روښانه دي او د ژوندانه د هرې برخې روښانول او
پرمخ وړل د قرآني کلماتو، جملو او آیتونو د تطبیق پایله ده.
الله تعالى وایي:
«وَأَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُبِينًا».[1]
(موږ تاته څرګنده رڼا
نازله کړې ده).

No comments:
Post a Comment