لیکوال:محمدناصرحلیمي
پېغمبر ستره رڼايي
کړنی
د قرآن کريم عملی انځورو، ويناوې يې د قرآني آيتونو توضيح ده.
د
کریم پېغمبر صلی الله علیه وسلم دندې په لاندې قرآني آیت کې توضیح
شوې ده:
«لَقَدْ جَآءَكُمْ
رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ
بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ».[1]
(وګورئ تاسې ته يو پېغمبر
راغلى دى، چې پخپله له همدا تاسې څخه دى، ستاسې زیانمنېدل پر هغه ګران پرېوځي هغه
ستاسې پرمختیا ته تږی او د مؤمنانو لپاره خواخوږى او زړه سواند دى).
زه چې کله یو دردمن انسان
ګورم، چې د ټولنې دردونه یې دردوي او ناخوالې یې ځوروي ؛ نو وایم: کاشکې چې دی د
قرآن کریم له هغو لارښوونو سره تړاو پیدا کړي، چې دعادلانه نظام د
ایجاد
لنډې او کامیابې لارې يې په ګوته او روښانه کړې دي.
زموږ
د ټولنې د بې ثباتۍ يو لامل دادی چې پوهـ درد نلري او دردمن پوهه.
موږ ځان ته د قرآن کریم
پلویان وايو ؛ خو د قرآن کریم تطبيق ته پلان، تشکيل، انسجام او عملي کړنلار نلرو. قرآن
کریم موږ ته په ښکاره وايي، چې د هېچا په شعار پسې مه ځئ تاسو وګورئ چې د هغوى
ناسته ولاړه او کړه وړه د ژوند کومه برخه روښانوي او کومې برخې له تورتمونو سره مخ
کوي؟
د اسلامي ټولنې او
مسلمانې پرګنۍ دنده دا ده، چې بشري نړۍ
او انسانيت ته د ژوند هره برخه روښانه او
اسانتياوې
رامنځته کړي. مسلمان باید هېڅکله په نا
لیدلې لار، له هېچا سره په هېڅ ډول لاړ نشي. که دچا وینا لار رڼوله او عمل یې د
تورتم بېلګه وه، باید چې ورسره قدم
وانخېستلای شي.

No comments:
Post a Comment