لیکوال:محمدناصرحلیمي
اجتماعي رڼا
موږ
مسلمانان ژمن يو چې د مينې، پوهې او متبادلې همکارۍ پر بنسټ بشری ټولنه جوړه کړو.
متأسفانه
ژوند او اجتماعي نظام مو هم خوار و زار دی،
دا
چې ټولنه د ذلت داسې ژورې کندې ته د قرآن په موجودیت کې پرېوته، چې هر کال په
سوونو میليونو ماشومان، نارینه او ښځمنې له خوار
ځواکۍ
او بې خوراکۍ مري او په همدی شمېر نور له ډېر خورۍ مري، شتمن دومره پانګه لري، چې
په لګښت یې نه پوهېږي ؛ خو پر عامو خلکو زمکه داسې تنګه ده، چې د ورځني ژوند د
تېرولو لپاره ځان ته عزتمن کار او خوراک نشي موندلای.
لا تراوسه په قوم، نسب او
منصب باندې ویاړ او افتخار شته، دروغجنو ناپوهو او بلوسګرو
واکوالو ته خلک لاسونه پړکوي او د رښتینو کارنده شخصیتونو پر کاري هڅو څوک غوږ نه
ګروي.
پر دغسې ظالمانه اجتماعي
جوړښت ولاړه ټولنه ژور ګړنګ ته غورځېږي، قرآن د انسان د عزت معیار او ټولنيز
اعتبار بنسټ احسان او تقوی ګڼي، احسان له خلکو سره بې مطلبه، په ښه کره او منتجه
بڼه هغه ښېګڼه ده، چې د ژوندانه مادي او معنوي پرمختياوې په عملي بڼه تضمين کړي، تقوا
د الله تعالی د رضا په موخه له ضرر او خطر څخه د خلکو د ژغورلو معیار دی ؛ خو دغه
اجتماعي قرآني معیارونه زموږ په ټولنه کې دومره لوړه کچه نه لري، چې ټولنه مو د
ثبات وګړي د پرمختيا او انسجام په لور بوځي په اجتماعي خدمتونو کې د تقلید وړ
شخصیتونه او مراجع نه لرو، هر څوک پخپلو خولو کې ډوب او یا د
خپلو
غرایزو په خړوبولو کې ښکېل دی. روحاني رهبر خپل لاسونه
راباندې ښکلوي، سياسي رهبر راباندې"ژوندى دې وي"، "الف، با، تا.."،
"سل دې ومره د سلو سر دې مه مره"جملې راباندې تکراروي، متاسفانه داسې
یوه ټولنیزه او سیاسي ډله نه لرو، چې د افغانستان (۰، ۰۰۱٪) ستونزې حل کړای شي.
د ټولو مذهبي، سياسي او
مدني ګوندونو يووالى د بشري ستونزو د حل، پرمختيا او هر اړخيز انکشاف تضمينولاى شي،
په
دې شرط چې رښتيني يووالي ته ګوندي مشران ژمن او ګوندي کشران د ذهني قناعت له مخې د
بشري پرګنو د ليکو د صفونو د يو والي پر روحيه وروزل شي.
په ټولنیزو دردونو د
دردمنو شخصیتونو ضمیرونه د قرآن کریم له نعمته بې برخې پاتې دي او یا ډېری خلک چې
قرآن کریم یې زده دی، د ټولنې په درد دردمن نه دي ؛ نو دواړه زموږ د ټولنې د
دردونو په کمولو او ستونزو په رژولو
د
عمل په ډګر کې پاتې راغلي دي.
رنځور قیادتونه هغو
اجتماعي رنځونو ته مبارزه کوي، چې پرمخ تللې ټولنې یې حماقت ګڼي، لکه
د ګوندي، ژبني، قومي، مذهبي او... د تعصباتو په رنځ اخته
ټولنه هغه وخت لا ډير رنځوريږي، چې ښوونیزه او روزنیزه
کچه پکې ټيټه او تعلیمي سیستم پکې بې کیفیته، تته
او بې خونده وي.
زموږ په ټولنه کې د روغمنو اجتماعي جوړښتونو
بازار سوړ دی، ځوانان د رهبر په نه کار ورته لاسونه پړکوي، يا سپېڅلي تکبيرونه دده احساساتی او کم
عقله خبرو ته زمزمه
کوي د دې اساسي لامل دا دى چې دغه ژبور د مذهبي، ګوندي، ژبني او سیمه یزو تعصباتو
د پارولو اتل دی، نه يې د مخدره موادو مخنيوی وکړای شو، نه يې وژنې کمې کړي، نه يې
طبيعي منابع را وسپړلې، نه د بشري منابعو د پراختيا او استحکام اتل دی، نه يې هېواد ته اقتصادي پرمختیا رامنځته کړه او
نه یې په سیاسي ثبات او اجتماعي عدالت کې اغېزمن نقش ولاره، ولې د خلکو خوښ دی؟
خلک د تعصب په رنځ رنځور او دی د تعصب د خپرولو له لارې د ثروت، منصب، حیثیت ګټلو
اتل دی.
پېغمبرﷺ په بشري پرګنو کې د تعصب د تورتم ټول
ډولونه له منځه یووړل، په ظلم ځورېده، په عدل خوښېده ټولنیزې ګټې یې خوښولې د
دردمنو په خوږ خوږمن او پر بې وسو لوراند او مهربان و.

No comments:
Post a Comment