۴. ایمانپاله پوهه


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

۴. ایمانپاله پوهه

 علم باید له ایمان سره مل وي، چې په باطني پاکۍ او عاطفي سپېڅلتیا پر مخ لاړ شي دا چې الله تعالی انسان په ښکلي جوړښت "احسن تقويم" پيدا کړ چې د ژوندانه چارې په احسن شکل ترسره کړي، خو انسان پخپل عمل کې احسن تقويم تمثيل نه کړاى شو لامل يې بې علمه ايمان او بې ايمانه علم دى. نړۍ والو پوهنتونونو ته بايد ايمان لار ومومي، که مؤمنان خپل ايمان د علم په رڼو او خوږو اوبو خړوب کړي ستونزې حلېږي.

«وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَالْإِيمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِي كِتَابِ الله إِلَى يَوْمِ الْبَعْثِ فَهَذَا يَوْمُ الْبَعْثِ وَلَكِنَّكُمْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ».[1]

(د علم او ایمان خاوندان به ووایي، چې د رب په ليكنه كې خو تاسې د حشر تر ورځې پورې مو ژوند وکړ، اوس دا هماغه د حشر ورځ ده، خو تاسې نه پوهېدئ).

ګورو چې علم او ايمان ټکر نه لري، قرآن کریم دواړو ته داسې ګوري چې علم، ايمان او ايمان علم پالي.



[1]. الروم: ۵۶.


No comments:

Post a Comment