۳. رحم محوره پوهه


لیکوال:محمدناصرحلیمي

۳.    رحم محوره پوهه

 د علم اساس باید رحم، انګېزه يې لورینه او بڼه يې کريمانه وي.

قرآني علوم بايد د انسان خلقت د کمال او جمال هسکې مرحلې ته په حکیمانه او رحيمانه بڼه ورسوي، په لاندې آيتونو کې دقت وکړئ!

«الرَّحْمَنُ (١) عَلَّمَ الْقُرْاٰنَ».[1]

(رحمٰن (مهربان ذات) چې قرآن کریم يې ښودلی دی).

معلم بايد لومړی د رحم او بيا د علم لوړه بېلګه وي، لاندې ايت کې الله تعالی خضر عليه السلام د معلم په توګه داسې يادوي: «فَوَجَدَا عَبْدًا مِنْ عِبَادِنَا اٰتَيْنَاهُ رَحْمَةً مِنْ عِنْدِنَا وَعَلَّمْنَاهُ مِنْ لَدُنَّا عِلْمًا».[2]

(هلته هغوى زموږ له بندګانو څخه يو بنده وموند، چې هغه ته مو رحم او له خپلې خوا مو علم وركړى و).

ګورو چې رحم او عاطفي روزنه له علم او علمي روزنې څخه مخکې ذکر ده. بې رحمه انسان ته علم ورښودل لیوني ته د تېرې تورې ورکول دي.



[1]. الرحمن: ۲.

[2]. الکهف: ۶۵.

No comments:

Post a Comment