لیکوال:محمدناصرحلیمي
۲. له بدۍ او بدیو ژغورونکې پوهه
علم باید د نفسي هوسونو د
خړوبولو او د سیاستوال د دسترخوان د ملنګۍ لپاره نه وي.
علم
بايد داسې وي، چې پوهان، چارواکي، بشري او طبيعي منابع د ملتونو د ګټو او
پرمختياوو پر محور وڅرخوي داسې نه چې عياشو او لوټمارو چارواکو ډول ته وناڅي او
فتوې پلورنه پيل کړي.
«وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي اٰتَيْنَاهُ اٰيَاتِنَا
فَانْسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ (١٧٥)
وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ
وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِنْ تَحْمِلْ عَلَيْهِ
يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَثْ ذَلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا
بِاٰيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ (١٧٦) سَآءَ
مَثَلًا الْقَوْمُ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِاٰيَاتِنَا وَأَنْفُسَهُمْ كَانُوا
يَظْلِمُونَ(۱۷۷)».[1]
(اى محمده!) دوى ته د هغه چا حال بيان كړه، چې
موږ ورته د خپلو آيتونو علم وركړى و ؛ خو هغه د هغو له عملي كولو څخه و ووت، په
پاى كې شيطان ورپسې شو، تر دې چې بېلارې شو. كه موږ غوښتي واى ؛ نو هغه ته به مو د
هغو آيتونو په وسيله لوړتيا ورپه برخه كړې وای. خو هغه د زمکې لورې ته سركوزي شو او د خپل نفس پايوني شول، نو
حالت يې د سپي غوندې شو، چې كه ته پرې حمله وكړې، هم ژبه راځوړندوي او كه پرې ېي
ږدې هم ژبه راوباسي. همدا د هغو خلكو مثال دى، چې زموږ آيتونه دروغ ګڼي. ته د ا
کیسی دوى ته واوروه، ګوره که دوى څه غور او پاملرنه وكړي. د داسې خلكو ډېر زيات
ناوړه مثال دى، چې هغوى زموږ آيتونه دروغ وګڼل او خپله پر خپل ځان ظلم كوي).

No comments:
Post a Comment