۱. عملي او اجرايوي پوهه


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

۱. عملي او اجرايوي پوهه

علم باید د عمل، د مسؤولیتونو د ادا او د چارو د سمون لپاره وکارول شي.

ماته د محدثينو تګلار، د فقهاؤو د استنباط اصول او د مجتهدينو مراتب ځکه ډېر حيرانوونکي وو چې غربي نړۍ د همغو پرپليون د پرمختیاوو دې کچې ته ورسېده ؛ خو چې کله مې علمي اصول قرآن کریم کې ولوستل پوه شوم چې موږ اوس هم د قرآن کریم په اړه غفلت او بشر په اړه جنايت کړی دى ؛ ځکه موږ ژمن يو، چې بشري نړۍ ته قرآني او نبوي احاديث په عالمانه او تطبيقي بڼه وړاندې کړو.

«مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِاٰيَاتِ الله وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظالمينَ».[1]

(كوم كسان چې د تورات زده کړې او عمل ته ژمن دي او بیا دغه ژمنه نه ترسره کوي، دوی د خره په څېر دي، چې كتابونه پرې بار شوي وي ؛ بلکې تر دې هم ډېر بد مثال د هغو خلكو دی، چې د الله تعالی آيتونه يې دروغ ګڼلي دي. الله تعالی ظالمانو ته هدايت نه كوي).



[1]. الجمعه: ۵.


No comments:

Post a Comment