لیکوال:محمدناصر حلیمي
حج او عمره
د
حج په مناسکو کې د انسان عقل، روح او روان ته د عبادت او صالحانو د ملتيا او
مجلس له لارې داسې رڼاګانې انتقالېږي، چې په همغه ځای کې ترځان نورو خلکو ته په
غیر ارادي توګه زیاتې دعاګانې زړه او ژبې ته راځي، هلته له انسان سره داسې یوه
څپانده هيله په زړه کې راټوکېږي، چې له دې وروسته د الله تعالی له عبادت او بنده
ګانو ته له خدمت پرته بل کار نه کوم.
«إِنَّ
أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى
لِلْعَالَمِينَ».[1]
(بېشكه تر ټولو لومړى عبادتځاى چې د انسانانو لپاره
ودان شو هغه هماغه دى چې په مكه كې دى، هغه ته خير او بركت وركړ شوى او د ټولو نړېوالو
لپاره د هدايت مركز ګرځول شوی دى).

No comments:
Post a Comment