لیکوال:محمدناصر حلیمي
رښتینې او ګټورې خبرې
ښې، درنې
او پخې خبرې د ښو چارو، درنو فعاليتونو او تضمين شويو سيستمونو د ايجاد پيلامه ده.
«وَهُدُوا إِلَى
الطَّيِّبِ مِنَ الْقَوْلِ وَهُدُوا إِلَى صِرَاطِ الْحَمِيدِ».[1]
(اوتاسو ښو، خوږو او ګټورو ویناوو ته لاس رسی پیدا
کړئ! او بیا پر غوره لار
لاړ شئ! ).
ښې
خبرې د انسان روحیه غښتلې کوي، دماغ يې ويښوي، شخصيت يې پخوي، هوډمن او وياړلى
انسان ځنې جوړوي.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا
اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا (٧٠) يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ
وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ
فَوْزًا عَظِيمًا (٧١)[2]
(اى مومنانو! د الله له مخالفت نه ځان
وساتئ! سمه او پرځای خبره كوئ! چې الله مو عملونه سم کړي او ستاسې له ګناهونو در تېرشي. څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت کوي د بریا لوړې کچې
ته رسیږي).
مور او پلار په کور
کې، ښوونکی په ښوونځي کې، استاد په پوهنتون کې، ديني عالم محراب او ممبر کې چې
خلکو ته څومره درنې، پخې، خوږې او ګټورې خبرې کوي خلک هومره نېکېو او ښېګڼو ته
چمتو کېږي

No comments:
Post a Comment