لیکوال:محمدناصر حلیمي
له خلکو سره ښېګڼه
الله تعالی قرآن
کریم داسې راپېژني چې محسنانو ته هدایت او رحمت دی: «هدى
ورحمة للْمُحْسِنِينَ ».
له خلکو
سره مرسته کول او د خلکو په درد خوږمنېدو سره الله انسان ته حکمت او علم ورکوي.
«وَلَمَّا بَلَغَ
أَشُدَّهُ اٰتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ».
[1]
(او كله چې هغه پوره ځوانۍ ته ورسېد ؛ نو موږ ورته د فيصلې قوت او علم
وركړ،
په دغه ډول نېكانو ته مكافات وركوو).
«وَلَمَّا بَلَغَ
أَشُدَّهُ وَاسْتَوَى اٰتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي اللْمُحْسِنِينَ».
[2]
(اوكله چې موسى (علیه السلام) د خپلې ځوانۍ ته ورسېده او بشپړه وده یې وکړه ؛ نو
موږ ورته حكم او علم وركړ، موږ نېكانو ته همدغسې مكافات وركوو).
«وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ
إِصْلَاحِهَا وَادْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا إِنَّ رَحْمَةَ الله قَرِيبٌ مِنَ
الْمُحْسِنِينَ».[3]
(او په ځمكه كې په اصلاحاتو راتلو پسې فساد مه را ولاړوئ او هماغه خداى په
وېره او اميد کې وبلئ، په يقيني توګه د الله تعالی رحمت نېكانو ته نژدې دى).له
پورته آيتونو معلومېږي چې محسن او مرسته کونکي انسان ته الله تعالی د علم، حکومت
او رحمت حکيمانه لارې چارې ورښايي.

No comments:
Post a Comment