لیکوال:محمدناصرحلیمي
دنګې ودانۍ آیتونه
قرآني آیتونه د انسانانو د ژوند په ډګر کې د
دنګې ماڼۍ غوندې لوړ ښکاري د همدې ماڼۍ له مخې خلک ورک، نامعلوم او اړین ځایونه
پیداکوي، په لاندې آيت کې د ايت کلمه د لوړې ماڼۍ او دنګې ودانۍ په معنا کارول شوې ده:
«أَتَبْنُونَ بِكُلِّ رِيعٍ آَيَةً تَعْبَثُونَ
(128) وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُونَ (129) وَإِذَا بَطَشْتُمْ
بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ (130) فَاتَّقُوا الله وَأَطِيعُونِ (131) وَاتَّقُوا الَّذِي
أَمَدَّكُمْ بِمَا تَعْلَمُونَ (132) أَمَدَّكُمْ بِأَنْعَامٍ وَبَنِينَ (133)
وَجَنَّاتٍ وَعُيُونٍ (134) إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
(135) قَالُوا سَوَاءٌ عَلَيْنَا أَوَعَظْتَ أَمْ لَمْ تَكُنْ مِنَ الْوَاعِظِينَ
(136)».[1]
(ايا تاسې
پرهره هسكه بابيزه يوه نښانه يادګاري ودانۍ جوړوئ او لویې لویې ښکلې ماڼۍ ودانوئ
چې ته وا دلته ستاسې ابدي هستوګنه ده او كله چې پر چا باندې لاس پورته كوئ د جبّاريت په توګه یې پورته كوئ، نو تاسې له الله تعالی نه
وويريږئ او زما اطاعت وکړئ، له هغه ذات څخه وويريږئ چې تاسې ته یې هغه څه در کړي
دي چې تاسې پرې وپوهيږئ، تاسې ته یې څاروي درکړل، اولادونه یې درکړل، باغونه یې
درکړل او چينې یې در کړې، زه ستاسې په باب د يوې لویې ورځې له عذابه ويريږم، هغو
ځواب وركړ: ته نصيحت وكړې كه يې ونه كړې، زموږ لپاره يوه خبره ده).

No comments:
Post a Comment