محكمې يا متشابهې نښې


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

محكمې يا متشابهې نښې

د معنا د افادې له پلوه آیت یا محکم دی، چې معنا يې ښکاره یو معينیز او د مسؤولیت له ادا سره تړلی، یا متشابه چې معنا يې پټه، څو معنیز غیبیاتو سره تړاو او د انسان له مکلفیت سره تړاو نه لري.

«هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آَيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا الله وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آَمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ (7)».[1]

(هغه ذات دى، چې دا كتاب يې پر تا نازل كړی دى، په دې كتاب كې دوه ډوله آيتونه دي: يو محكمات چې د كتاب اصلي بنسټ دى او بل متشا بهات ؛ د كومو خلكو په زړونو كې چې كوږ والى دى، هغوى د فتنې را ولاړولو لپاره تل په همدې متشابهاتو پسې ګرځي او هغو ته د معنا لټولو هڅه كوي په داسې حال كې چې د هغو پر حقيقي معنا له الله تعالی نه پرته بل هېڅوک نه پوهېږي، د دې پرخلاف، كوم خلک چې پاخه عالمان دي، وايي چې: موږ پر هغو ټولو ايمان لرو، دا ټول زموږ د رب له لوري دي او رښتيا دا ده، چې له يو شي څخه صحيح درس صرف د پوهې خاوندان اخلي).

«وَإِذَا بَدَّلْنَا اٰيَةً مَكَانَ اٰيَةٍ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوا إِنَّمَا أَنْتَ مُفْتَرٍ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ».[2]

(كله چې موږ د يوه آيت پر ځاى بل آيت نازلوو او الله تعالی ښه پوهېږي چې څه نازل كړي ؛ نو دا خلک وايي چې تا دا قرآن کریم پخپله جوړ كړی دى، مګر له دوى نه زياتره خلک له حقيقت نه ناخبره دي).

«الر تِلْكَ اٰيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ».[3] (داد هغه كتاب آيتونه دي چې له حكمت نه
ډک دى).

«الر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ اٰيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِنْ لَدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ (١) أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا الله إِنَّنِي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ" هغه کتاب چې آيتونه يې د حکيم او خبير ذات لخوا محکم او تفصيل کړای شوي دي، چې تاسو به له هدايت پرته د هېچا عبادت نه کوۍ، زه د هغه لخوا تاسو ته ډاروونکی او روزي درکونکی يم،

«الر تِلْكَ اٰيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ (١) إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ قُرْاٰنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ(٢)».[4]

(دا د بیانوونکي کتاب آیتونه دی، موږ دا کتاب (قرآن) په عربي ژبه نازل کړی دی، چې تاسې پرې پوه شئ).



[1]. آل عمران: 7.

[2]. نحل: ۱۰۱.

هود(۱-۲)

[3]. يونس: ۱.

[4]. یوسف: ۱-۲.


No comments:

Post a Comment