څو ودونه :


لیکوال:محمدناصرحلیمي

څو ودونه :

د ټولو ښځو د حقونو د تامین او د اخلاقي فساد د مخنيوی لپاره باید یوه برخه خلک چې وړتیا یې لري، باید څو ښځې ولري. ښځو ته باید داسې دیني روزنه ورکړ شي، چې دوی نورو ښځو ته د سالم پالندوى د موندنې په موخه د الله تعالی د راضي کولو لپاره خپل خاوند دوهم واده ته وهڅوي. په دې لار کې ورسره مرسته وکړي او په کور کې ورته مینه ناک چاپېریال جوړ کړي، چې دا کار د خدیجې، عایشې او ام حبیبې، ... رضى الله عنهن غوندې قوي ایمان او سپېڅلی وجدان غواړي.

د دوهم واده پر ضد مبارزه د ښځو پر حقونو او شخصیت ناروا ملنډې او ښځو ته په شهدو کې زهر ورکول دي. د دوهم واده پر ضد د مبارزې او پروپاګند پرځای د ښځو حقونه په هغه څو ښځمنتوب اداء کېږي، چې نارینه او ښځینه تعدد اجتماعي او اخلاقي عبادت وګڼي، د کورني نظام د جوړولو ښه سمبالنه، ښوونه او روزنه ورکړای شي، همدا لګښت چې د ښځو د تعدد پر ضد ترسره کېږي که دا د څو ښځو د سالم مدیریت او ګټور رهبریت په اړه ولګول شي، د څو ښځمنتوب له لارې د بشري پرګنو کورنی سعادت تضمینیږي. په نړۍ کې چې هومره فعالیت د تعدد پر ضد کېږي، که د تعدد د سالم مدیریت پر اصولو او پرنسیپونو شوی وای اوس به بشري نړۍ دومره حقوقي ارتقاء او سپېڅلتیا ته رسېدله چې تعدد د هرې ښځې د کمال او جمال یوه برخه ګڼل کېده.

خلک له تیږو او کاڼو څخه کار اخلي یوه ښځه چې یو کور ته راځي د کورنۍ نور غړي باید ورباندې خوښ شي او وړتیاوې يې د خیر په چارو کې وکاروي. د عقل او عاطفې له پلوه نېمګړو خلکو ته الهي نعمتونه الهي عذابونه ښکاري.

د نړۍ سترې او عقلمنې ښځې وايي، چې د ښځو حق په تعدد سره ادا کېږي او چمتو يو چې بنې ولرو، دلته یې ځای او اړتیا نشته کنه د لویدیځمېښتو او ختیځمېشتو مېرمنو اعترافات مې نقلاوه.

لاندې آیتونه په دقت سره ولولئ چې د اسلام مبارک دین کې د نکاح پر حقانیت د جنسي فساد پرضد او د ښځو د جنسي حقونو ادا لا جوت شي: «فَلَمَّا جَآءَ اٰلَ لُوطٍ الْمُرْسَلُونَ (٦١) قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ مُنْكَرُونَ (٦٢) قَالُوا بَلْ جِئْنَاكَ بِمَا كَانُوا فِيهِ يَمْتَرُونَ (٦٣) وَأَتَيْنَاكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ (٦٤) فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِنَ اللَّيْلِ وَاتَّبِعْ أَدْبَارَهُمْ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنْكُمْ أَحَدٌ وَامْضُوا حَيْثُ تُؤْمَرُونَ (٦٥) وَقَضَيْنَا إِلَيْهِ ذَلِكَ الْأَمْرَ أَنَّ دَابِرَ هَؤُلَاءِ مَقْطُوعٌ مُصْبِحِينَ (٦٦) وَجَآءَ أَهْلُ الْمَدِينَةِ يَسْتَبْشِرُونَ (٦٧) قَالَ إِنَّ هَؤُلَاءِ ضَيْفِي فَلَا تَفْضَحُونِ (٦٨) وَاتَّقُوا الله وَلَا تُخْزُونِ (٦٩) قَالُوا أَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعَالَمِينَ (٧٠) قَالَ هَؤُلَاءِ بَنَاتِي إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ (٧١) لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِي سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ (٧٢) فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مشرقِينَ (٧٣) فَجَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ سِجيلٍ (٧٤) إِنَّ فِي ذَلِكَ لَاٰيَاتٍ لِلْمُتَوَسِّمِينَ (٧٥) وَإِنَّهَا لَبِسَبِيلٍ مُقِيمٍ (٧٦) إِنَّ فِي ذَلِكَ لَاٰيَةً لِلْمُؤْمِنِينَ».[1]

(کله چې زموږ استازي د لوط کورنۍ ته راغلل، لوط ورته وویل: تاسې خو نا بلده خلک يي هغوی وویل: (موږ انسانان نه، بلکې پرېښتې یو) او هغه څه مو درته راوړي دي چې ستا قوم پکې شکمن و او موږ رښتیا وایو چې تا ته مو حق راوړی دی، نو خپله کورنۍ د شپې په یوه برخه کې روانه او ته هم ورپسې شه او ستاسې یو تن هم باید شاته ونه ګوري او مخامخ همغه لور ته ولاړ شئ، چې حکم یې درته کېږي او په دې توګه مو لوط ته خپله وروستۍ پرېکړه واوروله، چې د سهار له ختلو سره جوخت به د هغوی ریښې پرې کړای شي. په همدې ترڅ کې د ښار خلک یو بل ته د زېري ورکولو له خوښۍ سره د لوط کورته راغلل، لوط ورته وویل: دا زما مېلمانه دي، پام چې رسوا مې نه کړئ، له الله تعالی نه و وېرېږئ او پام چې سپک مې نه کړئ، هغوی وویل: ایا ته موږ نه وې منع کړی، چې له خلکو سره به اړیکې نه ساتې؟. لوط وویل: که تاسې زما په وینا عمل کوئ نو زما لوڼې شته، ای محمده! ستا په عمر زما قسم دی، چې دوی پخپله مستۍ کې خورا لا لهانده وو. د لمر څرک پر وخت یوې هیبتناکې چېغې ونیول، هغه کلی مو په بل مخ واړاوه او په اور پاخه کاڼې مو پرې وورول، هو! په دې کیسه کې د پند اخستونکو لپاره ډېر دلایل دي او د لوط کلی د هغوی په سمه لار کې پروت دی، دا پېښه د هغو لپاره چې په خبره باور کوي، د عبرت درس دی)

په پورته آيتونو کې الله تعالی وايي، چې د جنسي جرمونو په معالجه کې د لوط عليه السلام زمکني وسائل پاتې راغلل الله تعالی په آسماني عذابونو دوی سره له خپلو مکروبونو او ويروسونو له منځه یووړل او دا يې د وروستنیو قومونو لپاره د پند درس او د عبرت يوه نښه وګرځوله، چې عاقل او هوښيار انسانان ځانونه ترې وژغوري او د نورو انسانانو په درد دردمند انسانان خپلې ټولنې ترې پاکې کړي.

اتومي او هايدروجني چاودنې د زنا هومره انسانان نشي وژلاى. همدا لامل دی چې اسلام د نکاح پر اسانوالي ټينګار کوي په ايډز اخته خلک تقريباً څلوېښت میليونه دي، چې لومړى عامل يې زنا وه اوس هم زيات د زنا له لارې لېږدېږي، د زنا مخنيوى د ايډز مخنيوى دى، لومړى عامل يې زنا وه، خو اوس د وينې، شيدو ورکولو، روا او ناروا جنسي نزديکت له لارې هم انتقالېږي.



[1]. الحجر: ۶۱-۷۷.


No comments:

Post a Comment