په جنسي فساد کې د ښکېلو نښې


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

په جنسي فساد کې د ښکېلو نښې

په حلالو د جنسي غريزې د مړښت دود، اصول او موخی د اسلامي ښوونيزو روزلو سرټکې دي.

له زنا او لواطت نه چې کوم رنځونه پيدا کېږي او انسانان د هلاکت کندې ته لوېږي، د جنسي غریزې د مړښت روا او ناروا په اړه چې څومره ميداني او علمي څېړنې شوې دي، ټول د الله تعالی د احکامو د حکمت انځورونه او د نکاح د تائيد نښې دي، چې اوسني علوم يې راته په لابراتوارونو، څېړنځيو او سترو علمي مرکزونو کې ښیي.

همدا راز که قرآن کریم ولوستل شي، جوته به شي، چې شرعي حدود او تعزیرات د بشر د ژوند ژغورنې او د بشري وړتیاوو مخې ته د خنډونو او د ځنډ د عواملو د لرې کولو آرونه او بنسټونه دي.

د جنسي فساد د مخنيوي لپاره موږ ژمن یو، چې قرآني نښې او څېړنېزې نښانې په پام کې


 

ونیسو، د ذهنیتونو د تنویر او شخصيتونو د روزنې ترڅنګه د ټولنیز سالم جوړښت له لارې داسې عملي تدابیر ونيسو، چې نکاح اسانه، ارزانه، پاکه، ارزښناکه، ژمنه، خوندوره، ګټوره او په زړه پورې کړو. اوسنيو څېړنو ښوولې ده، چې د نکاح لګښتونه څومره زیات وي، زنا هومره ارزانه وي او نکاح چې څومره ارزانه شوه زنا هومره ګرانېږي، ځکه تر نارینه ښځینه د خپل پت ساتنې او شخصيت پالنې ته ډېره لېواله ده او زنا د انسان شخصيت خاورې کوي!

اوسنیو ساینسي څېړنو د لواطت او زنا د چټلو عملونو هغه ناوړه پایلې په ګوته کړي، چې کلونه کلونه د انسانانو له سترګو پناه ؛ خو په قرآن کریم کې ذکر وې[1]. پخوانۍ څېړنې دا ښیي چې د لواطت د بندېدو عامل د نسلونو قضیه ده اوسنۍ څېړنې ښیي، چې په لسګونو وژونکي ویرسونه ترې پیدا کېږي، چې د انسانانو د بیړنۍ مړیني او نا علاجه ناروغۍ لامل ګرځي.

همدا لامل دی چې له مېرمنې سره لواطت هم حرام او د سپکو خلکو د ښځې له عزت سره لوبه او شخصيت ته يې سپکاوې دی.

هغو هېوادونو چې دې چټل عمل ته روا او قانوني بڼه ورکړې او هر کال له دې ناروغېو څخه په میلیونو انسانان مړه کېږي دا ستر بشري جنایت دی، چې مجوزین یې باید محکمې ته را کښل شي. د زنا او لواطت د ناوړه پایلو په اړه که تاسو اوسنۍ ساینسي څېړنې ولولئ، د اسلامي احکامو د تطبیق اړتیا ته به مو د اعتماد کچه آخري سلنو ته ورسېږي.

همدا لامل و چې د قرآن کریم له نزول سره نکاح اسانه شوه او د نکاح غوښتنه دومره ویاړمنه شوه چې نارینه خو پرېږده ښځه به مسجد ته راغله او د سوونو نارینه وو په مخکې به يې غږ وکړ، چې یا رسول الله د خپلې نکاح واک مې در سپارلی.

هملته به سمدلاسه له اهل سړي سره نکاح وشوه او له همغه ځایه به د خپلوانو په مخکې د خاوندکره تله. متأسفانه زموږ ودونه تر شرعي لارښوونو له ظالمانه دودونو ډېر اغېزمن دي، د دیني علماوو نقش د دې دودونو په مخنيوي کې ډېر تت او بد خونده دی. همدا لامل دی چې نکاح ګانې مو کهکشانونو ته د تلو هومره زور غواړي.



[1]. حليمي محمد ناصر ، د قرآن علمي اعجاز ، ص ١١٢.


No comments:

Post a Comment