پخپلو بې اعتمادي او پر پردیو اعتماد


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

پخپلو بې اعتمادي او پر پردیو اعتماد

وروسته پاتې هېوادونه که پخپلو کادرونو، بشري منابعو او طبيعي سرچينو اعتماد وکړي ۹۵٪ د خپلو هېوادونو د بسياينې چانس لري او که پر بهرنيو هېوادونو تکيه وکړي پنځه سلنه د پرمختګ او ۹۵٪ د پر شاتګ احتمال لري.

وروسته پاتې هېوادونه کې يواځې خپلو بشري منابعو ته وده ورکړي له طبيعي منابعو نه مسلکي، عالمانه او عادلانه ګټه واخلي په لږ وخت، لږو امکاناتو او لږې انرژۍ سره خپل ولس سره مل د پرمختګ دنګو منارو ته ختلای شي او د درنښت هسکو منارونو ته ورتللای شي.

که د وروسته پاتې هېوادونو واکمنان خپل علمي کادرونو ته د خپلو ولسونو د منافعو پر محور وده ورکړي، فرصتونه او امکانات ورته برابر کړي په لږ وخت کې د زورواکو او زرواکو يرغلګرو له لومو ځان او خپل ولس ژغورلی، انسان، حيوان، نبات او نور مخلوقات پاللی شي، انسان څه چې سليمان غوندې مرغه او ميږي ته هم وده ورکولای شي.

زموږ چارواکي څومره چې پرديو هېوادونو پر کادرونو متکي ده هومره خپلو کادرونو ته ارزښت نه ورکوي، زموږ کادرونه چې په پرديو هېوادونو کې خپل درنښت او پرمختګ ويني د خپلو هېوادونو له چارواکو سره نه ګوري، زموږ ولس چې څومره د نورو هېوادونو پر چارواکو او کادرونو متکي دي هومره پخپلو نه دي.

د چارواکو، کادرونو او ولسونو خپلمنځي رښتيني ورورګلوي د سل ورځو پرمختګ په يوه ورځ کې تضمينوي.

زموږ ولسونه ګټه په اروپايي، امريکايی او عربي هېوادونو کې کوي او خپلو هېوادونو کې خوري او چارواکي دننه د ملت او هېواد هډوکي شپېلوي او په پورته هېوادونو کې پری هوسبازي کوي او د خپلو ملتونو په وينو او غوښو ځان ته مارکېټونه او بلډنګونه جوړوي.

که چارواکي پورته جنايت ونه کړي ولس خپل ګران هېوادونه خپل خپلوان او دوستان د يوې مړې عزتمندۍ ډودۍ لپاره نه پريږدي.

رسول الله مخی ته يوه ستونزه پرديپالې پرګنې وې، چې الله تعالی موږ ورته داسې متوجه کوي:

(تَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ الله عليهمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ ».[1]

(نن ته له هغوى څخه زياتره داسې خلک وينې چې د مؤمنانو په مقابل كې د كفارو ملاتړ او ملګرتيا كوي. په يقيني توګه ډېر بد پاى ده، چې د هغوى نفسونو د هغوى لپاره تياره كړې ده، دا چې الله تعالی پرهغوى په غضب شوی دى او هغوى په همېشني عذاب كې لتاړېدونكي دي).



[1]. المائدة: 80.


No comments:

Post a Comment