د ظالمانه ټولنیزو جوړښتونو نښې


لیکوال:محمدناصرحلیمي

د ظالمانه ټولنیزو جوړښتونو نښې

د عامو خلکو برخليک د چارواکو په لاس کې دى، همدا لامل دى چې خلک د چارواکو خبرې په پوره باور، د زړه په مينه او په پوره لېوالتيا ورته غوږ نيسي تېرايستونکي او دروغجن واکمنان د درباري ژبورو په ملتيا او سلا زړه راښکونکې دروغجنې خبرې کوي، د خپل کاري پلان، طرحې، د چارو او نسلونو د ودې او ارزونې په اړه کړنلار او مسلکي شوری نه لري.

دوی که خبرې اوري او که کارونه کوي، د درواغو حرامو ته د لاسرسي په موخه کوي.

(سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ) [1]

(د دروغو اوروونکي او د حرامو خوړونکي دي).

دولتي څوکۍ د غلو ترمنځ وېشل شوې وي.

يوه بلا پر بلې (بو!) نه کوي.

څوک دښتې تروړي، څوک له څوکۍ ناروا ګټه کوي، څوک په مالي سرچينو خېټه اچوي، څوک له سوداګرو باج اخلي، څوک رشوت.. اخلي يو يې هم بل نه منع کوي.

قانون د غڼي جاله وي، چارواکې يې شکوي او عام خلک پکې نښلي، قانون د چارواکو پر جنايتونو پرده او د عوامو د پرمختګ لومه وي. لاندې آيت په غور ولولئ!

«كَانُوا لَا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ ».[2]

(دوی یو بل له بد کارۍ نه منع کول. یقینا دا ډېر بد عمل و چې دوی کاوه).

خپل حکومتونه په عدل، علم او نظم پر مخ نشي وړلاى، ګناه، ظلم او حرامخورۍ ته لاس اچوي سيندونه ياغی او پرغه، دښتې وچې، ځنګلونه ليلامه.

«(وَتَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ يُسَارِعُونَ فِي الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ».[3]

(ته ګورې چې له هغو څخه زياتره خلک د ګناه، ظلم او زياتي په چارو كې په منډو ترړو اوړي را اوړي او حرام مال خوري. ډېر ناوړه عملونه دي چې دوى يې كوي).

د پوهانو، علماوو او نېکانو اساسي دنده د دوى اصلاح کول او سمول دي. که علماء د چارواکو د درواغزنو خبرو مخه ډب نکړي د حلالو د ترويج له لارې د حرامو په مخنيږی کې خپل مسؤليت ترسره نه کړي، ورځ تر بلې حالات بترېږي.

«لَوْلَا يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ عَنْ قَوْلِهِمُ الْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَصْنَعُونَ»[4]

(ولې د دوى علماء او پیران دوى په ګناه له ژبې خوځولو او د حرامو له خوړلو څخه نه منع كوي؟ په باوري توګه د ژوند ډېره بده كارنامه ده چې هغوى يې تياروي).



[1]. المائدة: 42.

[2]. المائدة: 79.

[3]. المائدة: 63.

[4]. المائدة: ۶۳.


No comments:

Post a Comment