لیکوال:محمدناصرحلیمي
د اجتماعي فساد نښې
د هرې
ټولنې عقلي کچه او عاطفي وضع چې معلوموې، مشران يې وګوره چې څومره عقلي وړتيا او
عاطفي سپېڅلتيا لري. مفسدین اجتماعي جوړښتونه د قومي، مذهبي، ګوندي، ژبني، نژادي
او توکمیزو توپیرونو، ړندو اختلافاتو او تعصباتو پر بنسټ جوړوي، په ګڼو نومونو يو
پر بل ځپي او خپل واک غځوي او له
رواني پلوه د واکمنۍ جنون چې پرې اخته دى، کاذب تسکين وربښي.
په دغسې
ټولنو کې کنځلمار، ناندرېمار او درغلګر قیادتونه رامنځته کېږي، چې ولسونه پېړۍ پېړۍ د تشو خبرو په منتر او
ساحرانه الفاظو په جنتر کې وږي، تږي ځپلي په نا امنيو او خپلو خولو کې ډوب ساتي.
قرآن د
اجتماعي جوړښت لپاره انسانان ورونه ګڼي، تقوی او
احسان یې د بروالي او ټيټوالي معیار دی، د خیر په چارو کې سره همکار او د شر په
چارو کې به یو بل ته مخه نه ورکوي د عدالت پلي کول او د ظلم مخنيوی د هر انسان
ایماني او وجداني دنده ده، د هر
انسان په اړه عدالت فرض او ظلم حرام دى.
په دغسې ټولنه کې بیا عاقل، کاريګرو او سپېڅلو خلکو ته د
مشرۍ چانس په لاس ورځي. بیا په دغسې ټولنه کې د لاس په صفایۍ او د ژبې په چالاکۍ څوک مشروټي نشي کولای، د
مشروټانو بازار سړېږي، حلال مال خدمت
او سړیتوب د لوړ والي او ټيټوالي معیار وي.

No comments:
Post a Comment