لیکوال:محمدناصرحلیمي
د اسلامي سیاست نیمګړی کتابتون
که د اسلامي هېوادونو واکمنانو د کورنیو خونړیو
جنګونو او فقهي اختلافاتو له امله چنګېز ته د فرات په سیند کې د لکونو کتابونو د
غورځولو او ضایع کولو چانس په لاس نه وای ورکړى، ښايي د نیمګړي کتابتون نوم به مو
اوس نه و ورکړی.
کله چې د سیاسي اړتیاوو په تړاو په اسلام کې د سیاست په اړه
کتابونه لولو ؛ نو دا پوښتنه پیدا کېږي، چې ولې په سیاسي اصلاحاتو کې همدا اوس د
ملتونو د اړتيا په تناسب اسلامي کتابتون نېمګړی او فقیر کتابتون دی.؟
د سیاسي
نومونو (ترمېنالوژۍ) له پلوه د سیاست داسې برخه نشته، چې په قرآن کریم او نبوي
احادیثو کې یې یادونه نه وي شوې هر څوک
کولای شي موږ ته د سیاسي نومونو او ترمېنالوژۍ یو نوملړ راکړي، موږ ورته په قرآن
کریم او نبوي احادیثو کې تر هغه جامع آرونه او هر
اړخیز تعبیرونه ورکوو.
د سیاست په اړه د لویدیزو هېوادونو نسبي غنا هم د اسلامي
تعلیماتو د خوږې چینې د رڼو اوبو او د مخلصو بڼوالو برکت دی. که څه هم د کبانو د
بې رحمانه نيولو لپاره لويديځوال اوبه د نورو لاس لاندې ولسونو د زبېښلو لپاره خړې
کړي او لا یې خړوي.
که موږ د فرعي موضوعګانو،
فقهي اختلاف ناندريز وخت هم د قرآني سیاست علمي توضېح او عملي تطبیقاتو ته ورکړی
وای، نن به بشريت تردې ډېر نېکمرغه وای بشريت به له دومره ستر امنیتي بحران، عامه
بې نظمۍ، ټولنيزې شخړيزې وضعې او وګړيزې نارامۍ سره نه وای مخ. د فرعوني نظامونو
ټولې نښې نښانې قرآن کریم انځور کړي دي، خو د سترو خواخوږو عاقلانو تعقل او د ژمنو
متخصصینو عالمانه تطبيقي تدبر ته اړتيا لري.
موږ د خپلو هغو ستونزو حل،
چې له سياسته سرچينه اخلي، په قرآن کریم کې موندلای شو که موږ دولتونه او چارواکي
د فرعوني صفاتو په کنډه کې تللي وای او چارواکي د ملت تر محاسبې لاندې راغلي وای، د
ملت مال، عزت او شرف به د چارواکو ناڅیزه مال نه وای ګڼل شوى اوس به نړۍ ارامه، له جنګونو او فسادونو څخه
خوندي وای.
د فرعوني نظام ترڅنګه د سليمان، داود او يوسف
عليهم السلام د ګټورو سياستونو نښې هم د بشريت مخې ته ږدي او دا وړاندې کوي، چې
هغوی په څومره پراخه کچه د اړتياوو حل او وړتياوو ته د ودې له لارې خپلو حکومتونو ته پايښت او خپلو
ولسونو ته درنښت بښلی و متاسفانه
مسلمان مېشته هېوادونه يايې حکومتونه پايښت نه لري يايې ولسونه درنښت. ځکه چې ظالم حکومت پايښت او بې
حکومته ملت ارزښت نلري. درانه ولسونه ظالم حکومتونه نشی زغملای او ظالم حکومتونه د
فقر او ناپوهۍ په کچنيو سپکوي او خپل واک ته پايښت ورکوي.
دا ټول موږ ته د همدې لپاره وايي، چې د همداسې نظامونو د
بيا بيا جوړولو لپاره خپل وړ او سپېڅلي خلک وګومارو، پياوړي سپېڅلي شخصيتونه همغږي، منسجم، منظم او مسلکي کړو. د بشريت په
درد د دردمنو شخصیتونو يوه دنده د قرآني سیاست لپاره په زړه پورې اسانه او هضمېدونی نصاب جوړول دي، چې له وړکتونه تر پوهنتونه له هر ډول توپير پرته د عقلي، جسمي، روحي او رواني
عمرسره برابر وي.
د ولس د
عقلي ارتقا او عاطفي سپېڅلتیا په کچه پوهان او سپېڅلي خلک د واک ګدۍ ته رسېږي، نو بايد چې ولس ته د
سياست په اړه تطبيقی وده ورکړو.
«كما
تكونوا يول عليكم». [1]
(څنګه چې
یاست، همغسې واکمنان در باندې ټاکل کېږي).
سياسي
تجربو دا ښوولې ده چې پر ناپوهانو پوهان او پر پوهانو ناپوهان حکومت نشي کولاى.
[1]. عظيم ابادي ، ابن
عبدالرحمن شرف الحق العظيم ابادي ، عون المعبود شرح سنن أبي داود ، ج 16 ، ص 166.

No comments:
Post a Comment