د فاسدو سياسي قيادتونو ژوند نښې او چار نښې


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د فاسدو سياسي قيادتونو ژوند نښې او چار نښې

فاسد سياستوال د تاريخ په اوږدو کې د بشري پرګنو د زبېښلو او يرغملنې په موخه هېڅکله دين له دولته نه دى جلا کړى تل يې خپلې موخې د دين له لارې ترلاسه کړي دي، تل یې دین وسیله او دنیا يې د هدف په توګه کارولی، فرعون هم وايي: « إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ ».[1] (زه پر تاسو وېرېږم چې موسی ستاسو دین بدل نکړي او یا فساد برلاسی نکړي).

فاسد سياستوال د خپلو هوسونو مریان، د سترو ملتونو واکمنان او د بشریت ستر دښمنان دي، د هوسپالو واکمنانو په بې کفايتۍ ولسونه تل په سیاسي، اقتصادي، جنسي او اخلاقي فقر اخته وي. هغه واکمن، چې ولس يې فقير دى او فقر له منځه نه وړي، تر بڼکو ډېر سپک دي.

یوسف علیه السلام پیاوړی ځوان و، د مصر هوسپالو واکمنانو د هوسناکو مېرمنو په لمسون بندي کړ ؛ خو دا ارمان یې له ځان سره خاورو ته یووړ، چې یوسف د یوې شېبې هومره د دوى د هوس په دام کې ښکېل شي، د هوس له ولچکونو ازاد شخصیتونه ولس ژغورونکي دي.

نن او پرون د اسلامي هېوادونو د بې شرمه ډب او جنايتکارانه سقوط اساسي لامل د هوسونو د مریانو واکمني ده.

عمر رضى الله عنه خپل ټول کارمندان له هغو خوړو منع کړل چې جنسي غریزه پاروي. ما زمریان ولیدل چې کله د هوس په دام کې ونښتل د پیشوګانو غوندې په"ميو""ميو"شول، څومره چې د خیر تمه ترې کېده ؛ تر هغه یې ډېر بد له ځان، ټولنې او مسلک سره وکړل.

د علمي رتبو خاوندان مې ولیدل چې د هوس په دام کې ونښتل، خپل حیثیت، د خپلې کورنۍ درنښت او د خپل مسلک قدر یې پوپنا کړ. په داسې حال کې چې د جنسي غریزې مړښت لپاره الله تعالی د نکاح پاکه او سوچه لار غوره کړې چې نارینه او ښځینو ته ویاړ، د جسمي، عقلي، روحي، رواني روغتيا او پياوړتيا تضمينوونکې ده.

 قرآن کریم سیاسي شخصیتونه په داسې بڼه له مواصفاتو سره مل انځور کړي دي، چې هر انسان د خپل سياسي بصيرت او عقلي پراختيا په انډول کره او کوټه، طیب او خبیث سیاستوال وپېژني، د خيرن وجدانه سياستوالو کړنې ترې نه پټېږي يوسف يې راوپېژاند، چي د زر، زور او تزوير له لارې هم ونه کړاى شو چې يوسف د خپل هوس ښکار کړي.

په کور، کلي، اداره، سياست او تجارت کې هوسپال انسان ته مشري ورنکړ شي. تاریخ چې لولم دې ته هم ژاړم چې ولې خبيث سياستوال د تاريخ په بهیر کې په پرله پسې پېړيو کې پر قرآن باوره قوم ځان منلى او تپلى شي.

که مسلمانانو په تاریخ کې د خراج، باج، جزیې او صدقاتو پېسې[2] د طبیعي قوانینو په کشف، د اجتماعي جوړښتونو په وده او د بشري وړتیاوو د انکشاف په بوختېدنه کې لګولې وای اوس به پرېکنده ډېری خلک مسلمان یا مسلمان دوسته وای، د بشري ناورینونو ګراف تردې هم ټيټ او مسلمان به د نړېوالو ستونزو د حل خواخوږي نوښتګران، رغاند او ودانوونکي عاملین وای؛ خو اوس حال د ويلو نه دى. همدا اوس که ملي پانګه وارزوو چې څومره د واکمنانو په هوس او څومره د ولس د اساسي ستونزو په حل کې لګېږي، جوته به شي چې پنځه سلنه واکمنانو د پنځه نوي سلنه عوامو وينه څښي پر غوښو يې شخوند وهي او هډوکي يې شپيلوي.

د خپلې ټولنې انځور چې مې د اسلام په رغوونکو او  مهربانه عينکو نه وليد، د اسلام ښېګڼې مې سترګو ته ودرېدې او لاندې مأثوره دعاء مې پر ژبه جاري شوه: «سُبْحَانَ الله وَبِحَمْدِهِ عَدَدَ خَلْقِهِ وَرِضَا نَفْسِهِ وَزِنَةَ عَرْشِهِ وَمِدَادَ كَلِمَاتِهِ».[3] ( د الله تعالی ذات او صفتونه له ټولو نیمګړتیاوو څخه پاک دي، دا خبره د الله د مخلوقاتو د شمېر هومره یادوو، د الله د عرش د وزن هومره یې یادوم او څومره چې الله لیکي هومره یې یادوم).

لانديني آيت ته سوچ وکړئ! الله تعالی فرمایي: (ما د فرعون جسد د وروستنیو (د عبرت) لپاره نښه پرېښود، خو ډېر انسانان زموږ له آيتونو نه غافله دي).

له سياسي آيتونو نه غفلت او د بي پروايۍ د بدو پايلو په اړه که څوک معلومات غواړي، د مسلمانانو ژوند دې وڅېړي، چې له دې کرغېړنې او رنځ زېږې بې پروايۍ نه يې زړه تور شي.

الله تعالی وايي: «فَالْيَوْمَ نُنَجيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ اٰيَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ عَنْ اٰيَاتِنَا لَغَافِلُونَ».[4]

(اوس به نو موږ يواځې ستا جوسه ژغورو، چې له تا نه وروسته خلکو ته د عبرت نښه وګرځي، كه څه هم اکثره انسانان داسې دي چې زموږ له نښانو څخه بې پروا دي).

هغو فرعونيانو چې پېړۍ پېړۍ يې پر مظلومو ولسونو واکمني کړې، نن که د همدې نښو په رڼا کې د هغوی ژوند وشنو، بې له شکه له اوسنيو فرعونيانو سره يې کوم توپير نه لېدل کېږي.

د دې آيت له موجوديت سره سره په اسلامي نړۍ کې ولې فرعوني کوپړيو په ډېرې بې رحمۍ پوره ملتونه، د رمې په څير پوولې دي؟ علت يې په سياسي نښو کې د مسلمانانو بېغوري ده د حيرانتيا خبره دا ده چې په فرعون پسې غږېږو، ژوندي فرعون ته لاسونه پړکوو او سپېڅلي تکبيرونه ورسره زمزمه کوو، د ظلم، زبېښاک او ښکېلاک تر شا ولاړ واکمن فرعون دى، زموږ د ښونځيو په تعلیمي نصاب کې باید د نړېوالو او سیمه ییزو سیاستونو درس په کره او پوره بڼه په حقوقي ژمنیزو تعبیرونو سره ور ننه ایستل شي زموږ کور د سیاست له مورچله ړنګ شوی او لا د ړنګېدو د ژور ګړنګ پر غاړه ولاړ دى، باید سیاسي درسونه ماشومانو ته په مسجد کې له الف با سره یو ځای، په ښوونځي کې له وړکتونه پيل او په پوهنتون کې د هرې ځانګې متخصص په کره او پوره بڼه سیاست درک کړي، متاسفانه موږ په سياست کې د کمونېزم او امپريالېزم په غيبت پوهېږو ؛ خو له اسلامي سياست سره نا بلده يو.

مسلمان قوم"هدی للعلمين"قوم دی يعنې د انسان، حيوان، نبات د پرمختګ ثبات او ثمر مسلکي روزونکی او لورانه لارښود دی، موږ مسلمان د نړۍ له سیاسي حقایقو څخه لرې ساتو، بیا پرې د قرآن کریم په لارښوونو نړۍ او نړېوال له کړکېچونو ژغورو، دا له انصافه لرې خبره ده. عمر رضى الله عنه به ویل: «تَفَقَّهُوا قَبْلَ أَنْ تُسَوَّدُوا».[5] (ځان سم پوه کړئ! بیا مشري وکړئ!).دا یا پښتو متل چې: (اول زده کړه، بیا کوژده کړه).

هغه مشر چې سیاسي او اداري پوهه او په اداره او سياست کې عملي روزنه ونه لري، که خلک کاڼه، ړانده او ګونګیان وو مشروټي کولای شي ؛ خو که د عامو خلکو عقلي وړتيا لوړه او رواني وضع با ثباته وه ؛ بيا قانوني مشري نشي کولاى.



[1]. غافر: ٢٦.

[2]. مقدمه ابن خلدون ، ص چې يواځې مامون الرشيد ته څومره ستره پانګه راټولېده ، له نېکه مرغه استاد محمد زبير شفيقي پښتو ته ژباړلى.

[3]. قشيري ، مسلم بن الحجاج ، صحيح مسلم ج 8 ، ص 83.

[4]. یونس:٩٢.

[5]. بخاري جعفي محمد بن إسماعيل البخاري ، الجامع الصحیح ، صحيح البخاري. ج 1 ، ص 77.


No comments:

Post a Comment