لیکوال:محمدناصرحلیمي
شلم فصل:پنځلسم صفت (الحق)
حق د رښتيا، مسؤوليت، برخې،
واکمنۍ، غلبې، واقعيت او حقيقت په معنا دی،
په
قرآن کريم کې د حق کلمه (٢٩٨) ځله ياده شوې ده: «إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْقَصَصُ
الْحَقُّ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا الله وَإِنَّ الله لَهُوَ الْعَزِيزُ
الْحَكِيمُ (۶۲) فَإِنْ تَوَلَّوْا
فَإِنَّ الله عَلِيمٌ بِالْمُفْسِدِينَ (۶۳( ».[1]
يعنې
حق او فساد، حقپال او مفسد دوه متضاد قوتونه دي، چې کله يو او کله بل برلاسی کېږي:
خو ستونزه داده چې فساد او مفسد تل د حق او حقپال په جامه او شعار ټولنه او وګړو
کې لار پيدا کوي.
په همدې خاطر قرآن کې
پر ځان ارزونې او ټولن ارزونې ډېر ټينګار شوی.
(دا حقيقي، رښتنې او حقپالې کیسې دي او له الله تعالی نه پرته بل هېڅ خداى نشته او هغه
همدغه الله تعالی دى او يواځې همغه پر ټولو زورور او د حكمت خاوند دی، که دوی مخ واړوي
الله تعالی مفسدان ښه پېژني).
«قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمُ
الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ وَمَنْ
ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَمَا أَنَا عَلَيْكُمْ بِوَكِيلٍ (۱۰۸) وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ وَاصْبِرْ
حَتَّى يَحْكُمَ الله وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ (۱۰۹)».[2]
(اى محمده! ووايه چې' اى
خلكو! تاسې ته، ستاسې د رب له لوري حق
راغلى دى. څوک چې پر سمه لار ځي
ګټه يې خپل نفس(عقل، جسم او روح) ته رسېږي او څوک چې بېلارې ځي خپل نفس پر بېلارۍ
زيانمېږي او زه پرتاسې څارندوى نه يم او اى پېغمبره، هغه لارښونې
ومنه او عملي کړه چې تا ته وحې شوې، د الله تعالی پرېکړې ته صبر
وکړه، ځکه هغه غوره فيصله كوونكی دی).
پرېکړې او حکومتولي
باي د حقپالنې او حقيقت پر معيارونو وي، څوک چې څه ته حق وايي او د څه شعار ورکوي
لومړی بايد ځانونه د همغه بېلګه کړي.
یقینا تاسو ته قرآن کریم په
حقه د حقونو د اداء لپاره راغلی یعنې ټول
حقونه او حقایق پکې ښکاره او د هر چا حق د
علمي حقایقو په رڼا کې پکې ثابت دى. په قرآن کریم کې د انسان حق او په
کايناتو کې بيا د اوبو، خاورې نباتاتو، جماداتو، څارویو
هوا ټول حقوق روښانه دي. په انسانانو کې د مشر، کشر، د
واکمن او عامو خلکو د زوی او پلار، د ښځې خاوند، د ورور و خور، د ماشوم او مور،
د
نارينه
او ښځينو ټول حقوق ښوول شوي دي
همدا راز اقتصادي سياسي، اعتقادي، عبادي، صنعتي، زراعتي او علمي، حقوق او حقائق
واضح شوي دي.
کله چې په قرآن کریم کې د
حق کلمه) ۲۹۸( ځلې لولم ؛ نو وایم چې الله تعالی
خو
رښتیا ویلي دي. بیا هم د عمل په ډګر کې د ماشومانو، ښځمنو، نارینه وو، څارویو، بوټو،
دښتو، میرو، کایناتو د حقونو ورسپارونکي او نړېوال اتلان ولې
نه
یو، د قرآن کریم په لوستو وایم موږ نړېوالو ته د
عمل په ډګر کې ولې دا ثابته نه کړای شوه چې موږ ستاسو د مدني، تعلیمي، غذايي،
روغتیایي، سیاسي، اقتصادي او مدني حقونو پالندویان او ساتندویان یو، په داسې حال
کې چې الله او رسول موږ ته همدغه دنده سپارلې ده. ولې مو په ښوونیز نصاب کې په
تحصيلي او تعليمي ډګرونو کې حق او د حقایقو د پېژندنې بڼه تته، خطر زېږه او
ويجاړوونکې ده؟
د بشري پرګنو نننۍ ښېګڼه دا ده چې د حق او
حقیقت له موندنې سره بې کچه لېوالتیا لري، د قرآن کریم بنسټيزه غوښتنه د حق او حقیقت ښکاره کول، روښانول او
ځواکمنول دي، که روان اسلامي خوځښتونه قرآن کریم د حق پالنې او حقیقت موندنې په
بڼه نړۍ ته وړاندې کړي، باور دى چې د نړېوالو حق تروړو د مشروټۍ لړۍ نوره پرې کېږي
او بشريت په اسانه حقپال او لوراند مشران موندلاى شي.
هر قرآنپوه باید د ظلم د ټولو ډولونو یو لړلیک
له ځان سره ولري دغه لړلیک باید په ژبه او قلم د قرآني نصوصو په رڼا کې وشني له منځه وړلو لپاره یې فردي او اجتماعي هڅو ته يې طرحې جوړې
او تطبيق ته يې عاقلانه ملا وتړي.
ځکه چې بې له حقپالنې رښتینی دین خپل رښتینی
مفهوم له لاسه ورکوي.

No comments:
Post a Comment