لیکوال:محمدناصرحلیمي
حق پالونکي د پېغمبرانو رښتيني وارثان
لاندې آیتونه د بشري حقوقو د عمومي قواعدو
سرچينه او لنډيز دی، چې تحلیلول يې تفصیل ته اړتیا لري ؛ خو که د لاندې آیتونو
تطبیق ته مو عملا مخه کړه په لنډ وخت کې به بشري پرګنې د حقونو د کره پوهې او پوره ادا اتلان او مخکښان شي، ځکه چې
انسانان د الله تعالی رښتینې بنده ګان شي. یو د بل د مريېنې پر ځای یو د بل د پاللو اراده
او عزم په زړه او ضمیر کې وپالي د کایناتو حقونه په کره او پوره بڼه ادا کېږي.
«إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ وَمَا
مِنْ إِلَهٍ إِلَّا الله وَإِنَّ الله لَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (٦٢) فَإِنْ
تَوَلَّوْا فَإِنَّ الله عَلِيمٌ بِالْمُفْسِدِينَ (٦٣) قُلْ يَا أَهْلَ
الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا
نَعْبُدَ إِلَّا الله وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا
بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ الله فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا
بِأَنَّا مُسْلِمُونَ».[1]
(یقینا دا رښتینې کیسې دي او بې له الله تعالی
نه بل د عبادت وړ نشته او یقینا الله تعالی برلاسی او د حکمت خاوند دی. ای
پېغمبره! ته دې کتابوالو ته ووایه یوې داسې خبرې ته راشئ چې موږ او تاسې ته برابره
ده دواړه پرې موافق یو، چې یواځې د یو الله تعالی عبادت به کوو او هېڅوک به ورسره
نه شریکوو او له الله تعالی پرته بل څوک په رب والي نه نیسو، که چېرې له دې خبرې
مخ اړوي، نو ور ته ووایئ: تاسې ګواه اوسى، چې موږ مسلمانان يو).

No comments:
Post a Comment