لیکوال:محمدناصرحلیمي
قرآن رښتينی حق
قرآن کريم هغه لارښود دى، چې د ژوند ټول ډګرونه
يې روښانه کړي دي انسان پر هغه لار بيايي چې پخه، اسانه او نېغه ده د دروغو، کوږوالي، د دسيسو کږلېچونه او د بلوسو پېچومې نه لري
همدا لامل دى چې بار يې منزل ته بار بار رسېږي او رسېدلى دى.
قرآن حق دی يعنې هره کلمه يې د
حقونو وجائبو داسې حقيقي انځور دی چې حقایق راسپړي، نو مؤمن هم مکلف دی، چې د حق د ښکاره کولو، د
عدل برلاسولو، بشر، ژوي او نبات ته د هوسا ژوند ایجادولو لپاره عالمانه هلې ځلې وکړي خپل فردي او اجتماعي ژوند د حقایقو
پر بنسټ روان او د حقونو پر اداء پای ته ورسوي.

No comments:
Post a Comment