لیکوال:محمدناصرحلیمي
قرآن، حق او حقدار
د حق په اړه عامه
قاعده وايي، چې"حق غوښتل کېږي اخستل کېږي، ورکول کېږي نه".
پېغمبر هم د خپلو حقونو ترلاسوونکو ته ستر
مجاهدین او شهیدان ویلي دي.
«عَنْ أَبِى سَعِيدٍ
الْخُدْرِىِّ قَالَ قَالَ رسول الله -صلى الله عليه وسلم- «أَفْضَلُ الْجِهَادِ
كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ » او «أَمِيرٍ جَائِرٍ ».[1] (له ابي سعيد الخدری رضى
الله عنه نه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: ډېر غوره جهاد ظالم باچا یا ځوروونکي
مشر ته حقه وینا ده).
خو قرآن کریم داسې پوهنیزه حقوقي روزنه لري، چې
انسان او انساني ټولنه حق ورکولو او اخستلو ته چمتو کوي.
د یوسف کاندهلوي رحمه الله (حیات الصحابه)
ولولئ، هلته د قرآنپوهانو د حقپالنې حیرانوونکې صحنې په مستندو رواياتو کې لوستى
شئ.
عتبه رضى الله عنه ته یو څوک وايي، زما اس په دوه دیناره اخلې؟ دی ورته وايي: په درې يې نه
راکوې؟ هغه ورته وايي: درکوم، يې. بیا ورته وايي په اوه نیمې يې نه راکوئ؟ دی ورته
وايي درکوم يې. هغه ورته وايي: داسې شو لکه چې زه پېردونکی او ته پېرونکی وې. عتبه ورته وویل: ما له رسول الله صلی
الله علیه وسلم سره ژمنه کړې، چې له هېچا سره به خیانت نه کوم ابن سرين رحمه الله
په تجارتي راکړه
ورکړه کې په معمولي اشتباه څلوېښت ديناره ګټه پر بېوزلو ووېشله.
دې ته ورته په زرګونو عملي روایت شوي او نا
روایت شوي آثار د اصحابو او قرآنپوهانو په ژوند کې لوستلای او کتلای شو، موږ ژمن یو چې د بشر د سوکالۍ لپاره حقدار ته د حق ورکولو لپاره
عملي تګلارې او منتجې کړنلارې ولرو.
حقپالنې ته د يوه ټاکلي هدف په توګه کار وکړو حقپال او حقيقتپال تشکيل او حقيقي کړنلار ورته جوړه کړو، داسې چې د یوه حق ترلاسول، د نورو د حقونو د
تروړنې لامل
او د یوه حقیقت ښکاره کول، د نورو حقایقو د پټولو او هېرولو لامل نشي.
قرآن د حق پېژندنې معيارونه د حق پالنې تګلار
او د حق اداېنې د تشکيل لپاره متوازن او هر اړخيز نظام لري قرآن الهي حق پالنه
داسې وړاندې کوي چې د مخلوق د حقونو په اداء پاى ته رسېږي.

No comments:
Post a Comment