لیکوال:محمدناصرحلیمي
قرآن او حقپال شخصیتونه
لکه په فطري بڼه چې انسانان د ذکاوت له پلوه سره توپير لري، د حقپالنې د احساس او عدلپالنې د مېړانې له پلوه هم توپير لري حقپاله، پرحق او حقیقت مېن شخصیتونه باید د یوه ځانګړي ژمن تخصصي ټيم کرونې له لارې په نښه شي، وپالل او وروزل شي. له حقوقو سره دې ستره
جفا نشته، چې د شرعياتو او حقوقو پوهنځيو ته د وړتيا او سپېڅلېتيا له پلوه کمزوري
خلک جذب شي.
حقوقو، شرعیاتو، مدارسو، قضا او څارنوالیو ته
باید هغه محصلین ورکړ شي، چې په تعليمي او تحصیلي دوره کې يې د حقتلفۍ بدرنګې
بېلګې او له ظلم سره يې د بې زړتوب چوپتيا او درغليز سازش نه وي لیدل شوی په حقوقي
تحصیلي ارګانونو کې باید د مطلوبې حقپالنې د عملي ازموېنې له لارې قضايي، تقنیني
او اجرایې ادارو ته زړور، وړ او سپېڅلي خلک وروزل او و ارزول شي.
د حقوقو ازموینه يواځې د لیکلو له لارې نه وي، چې
استاد يې له شاګردانو ځواب وغواړي او بیا نمرې ورکړي، که څه هم دېته ځکه ډېره اړتیا ده چې حقپالنه بې
عقلي ذکاوته
هم نه کېږي ؛ خو دغه شته ازموینې په تعليمي او تحصيلي ارګانونو کې موږ ته متخصص او ژمن شخصیتونه نشې وړاندې کولاى.
د نظري، عملي او تطبیقي تحصیلي نصاب له لارې د
حقپالو شخصیتونو د ډېرولو لپاره باید هر حقپال ته په ملي او نړيواله کچه د هر اړخيزې قرآنپوهنې اسانتیاوې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې برابرې شي څنګه
چې قرآن کریم په انسان کې د حقپالنې طرح، ذوق او اراده پياوړې کوي، همداسې د حقپالنې او
حق ادایېنې تګلار ورته په نښه کوي، مخې ته يې پراته خنډونه او د هوارولو سیستمونه
هم ور په ګوته کوي ؛ خو دا کار ډېر پیاوړي کادري، کاري، سپېڅلي، ژمن او ګڼ تخصصه منسجم ټیم، رغنده پالنه او
غښتلې رهبري غواړي، ځکه موږ په داسې يوه ټولنه کې اوسو، چې مفسد د فساد پر ضد، قاتل
د قتل پر ضد او غاصب د غصب پر ضد او لوټمار د لوټمارۍ.. پر ضد شعارونه ورکوي، ډېری پوهان د خپلو
ویناوو سره په نا ژمنتیا روږدي دي، همدا لامل دى، چې ټولنيز او وګړيزه درملنه تر پخوا ډېره پېچلې او خورا سخته
ده.

No comments:
Post a Comment