لیکوال:محمدناصرحلیمي
حقپالنه او قرآني نصاب
زموږ دیني عالمان په دې مکلف دي چې د قرآن کریم
زده کړې ته داسې تعلیمي، تحصیلي او تطبیقي نصاب جوړ کړي، چې قرآن لوستي حق ته د
غاړې ايښودو له پلوه تر هر چا سپېڅلې عاطفه، څپانده ولوله، کره فعالیت، پراخه پوهه، ځواکمنه اراده او کارنده روحیه ولري له بده
مرغه دا میدان لا تر اوسه تش دى، چې همدا زموږ د اوسنيو کړوونکيو کړکېچونو سرچينه ده.
د پخوانیو علماوو په کتابونو کې سترې حقوقي
معلوماتي زېرمې لرو که عملي ډګر ته یې راوباسو، ګټه ترې واخلو او له نننیو حقوقي پرمختیايي
سیستمونو سره يې وګنډو، د دیني، علمي او کادري سپېڅلو شخصیتونو په لاس په مسلکي بڼه د حقوقي نصاب
لپاره کره پيلامه او اوږودمهاله برنامه جوړولای شو.

No comments:
Post a Comment