د حقتلفۍ په دود ځان برابرول او د باطلپالو ملتیا


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د حقتلفۍ په دود ځان برابرول او د باطلپالو ملتیا

د فاسدو، خاينو او ظالمو قيادتونو تر شاه درېدل ستره ګناه او نه بښېدونکى جرم دى، د داسې مجرمينو يوه سزا دا ده، چې د هدايت له رڼا او د ښاېسته دين خوږو وږمو څخه بې برخې کېږي.

«وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اُعْبُدُوا الله وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ فَمِنْهُمْ مَنْ هَدَى الله وَمِنْهُمْ مَنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلَالَةُ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ (٣٦) إِنْ تَحْرِصْ عَلَى هُدَاهُمْ فَإِنَّ الله لَا يَهْدِي مَنْ يُضِلُّ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ(37)».[1]

(موږ هر امت ته يو پېغمبر ولېږه او د هغه په خوله مو ټول خبر كړل چې د الله تعالی بندګي وكړئ او د طاغوت له بندګۍ (حقتلفۍ) نه ځان وژغورئ' بیا له هغو نه چا ته الله تعالی لار وښوده او پر چا ګمراهي سپره شوه ؛ نو په ځمكه كې وګرځئ راوګرځئ وګورئ چې دروغ ګڼونكي له كوم برخليک سره مخامخ شول،

اى محمده (صلى الله عليه وسلم)! كه ته د دوى د هدایت لپاره هر څومره حریص يې، خو الله تعالی چې څوک بې لارې كوي بيا ورته هدایت نه کوي او دوی مرستندویان نه لري).



[1]. النحل: ۳۶-٣٧.


No comments:

Post a Comment