لیکوال:محمدناصر حلیمي
دنیا تر اخرت غوره ګڼل
مسلمان خپله دنیا
د اخرت لپاره د حقوق الله او حقوق العباد په اداېينه کې لګوي ؛ خو داسې خلک هم شته،
چې دنیا د ظلم، فساد او خيانت له لارې پيدا کوي بيا يې الله تعالی له هدايت نه
محروموي.
«ذَلِكَ
بِأَنَّهُمُ اسْتَحَبُّوا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْاٰخِرَةِ وَأَنَّ الله لَا
يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ (١٠٧) أُولَئِكَ الَّذِينَ
طَبَعَ الله عَلَى قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ
(١٠٨) لَا جَرَمَ أَنَّهُمْ فِي الْاٰخِرَةِ هُمُ الْخَاسِرُونَ (١٠٩)».[1]
دا د دې
لپاره چې هغو د آخرت په مقابل كې د دنیا ژوند خوښ كړ او د الله تعالی قانون دى چې
هغو خلكو ته د ژغورنې لياره نه ښايي چې د هغه د نعمت ناشكري وكړي. دا هغه كسان دي چې
پر زړونو، غوږونو
او سترګو يې الله تعالی مهر وهلى دى. دوی په غفلت كې ډوب شوي دي، حتمي ده چې دوی به په آخرت كې هم په زيان
او تباهۍ كې وي).

No comments:
Post a Comment