قرآني پند، نېکمرغي او اجتماعي ظلم


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني پند، نېکمرغي او اجتماعي ظلم

قرآن د بشر د نېکمرغۍ لپاره بشر ته ذکر دى، د اجتماعي ظلم د له منځه وړلو او مخنیوی ذکر.. ځکه د اجتماعي ظلم ناوړه عواقب د سترو او نه پر شاکېدونکو طوفانونو په څېر راځي، ظالمان او مظلومان له څېرمې وړي، په تېره د"ترف" ظلم[1] د ترف ظلم معنا دا ده، چې یوه برخه خلک هوسا وي او بله برخه نا ارام او د نا ارامه خلکو ژوند د هوسا خلکو دسیسې، ظلمونه، غصب، انحصارګر اداري نظامونه، ظالمانه اجتماعي جوړښتونه، کړتن قیادتونه او مکرجن حکومتي بنسټونه وي.

«لَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ كِتَابًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ أَفَلَا تَعْقِلُونَ (١٠) وَكَمْ قَصَمْنَا مِنْ قَرْيَةٍ كَانَتْ ظالمةً وَأَنْشَأْنَا بَعْدَهَا قَوْمًا اٰخَرِينَ (١١) فَلَمَّا أَحَسُّوا بَأْسَنَا إِذَا هُمْ مِنْهَا يَرْكُضُونَ (١٢) لَا تَرْكُضُوا وَارْجِعُوا إِلَى مَا أُتْرِفْتُمْ فِيهِ وَمَسَاكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْأَلُونَ (١٣) قَالُوا يَاوَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا ظالمينَ (١٤) فَمَا زَالَتْ تِلْكَ دَعْوَاهُمْ حَتَّى جَعَلْنَاهُمْ حَصِيدًا خَامِدِينَ».[2]

(اى خلكو!) تاسې ته مو داسې يو كتاب لېږلى دى، چې ستاسې لپاره پکې ستاسې ذکر دی، ايا تاسې نه پوهېږئ؟ څومره ظالمې سيمي دي، چې موږ ويجاړې كړې او بيا مو نور قومونه جوړ کړل، هغوی چې زموږ څرګند عذاب وليد، نو له هغه ځايه يې وتښتيدل، (وويل شول) ’’مه تښتئ ورشئ! خپلو همغو كورونو او د عياشۍ وسايلو ته چې تاسې پكې بې غمه اوسېدئ، له تاسې نه به پوښتنه وشي. ويې ويل: (هاى زموږ بدمرغۍ، بېشكه چې موږ ظالمان وو او هغوى همدا نارې وهلې، تردې چې موږ هغوى لو كړل، مړه شول او ساړه پرېوتل).



[1]. طبقاتي ظلم چې یو له مړښته مري او بل له لوږې.

[2]. الانبياء ۱۰-۱۵.


No comments:

Post a Comment