لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني پند، عقل او فطرت
قرآن داسې پند دی، چې د انساني عقل کچه يې درک کولای او پرې
پوهېدلای او د ژوندانه په مختلفو اړخونو کې یې پلي کولای شي. له انساني فطرت سره
متضاد نه دی ؛ بلکې د سالم فطرت ملاتړ، پنځوونکی او غوړونکی دی.
انساني عقل مکلف دی، چې په دې (ذکر) کې فکر
وکړي، د پخوانیو ظالمو او عادلو قومونو د عروج او زوال عوامل په ګوته کړي او خپلې
ټولنې ته يې په څرګندو الفاظو او عملي طرحو سره وړاندې کړي. په عواطفو کې یې داسې
وېره او تمه پیدا نه شي، چې د حقایقو د لمر مخ د تحریف او شهوت پالنې په خړو ورېځو
پټ شي.
په ټولنه کې شوي ظلمونه جبران، د عدالت د
ځواکمنتیا لپاره عاقلانه طرحې او عاملانه با کفایته روزل شوی کاري ټیم ور وړاندې
کړي، چې ټولنه د قرآني آیتونو عملي تفسیر او په زړه پورې تصویر کړي.
په عمل ځکه ټینګار کوو چې قرآن کریم تطبیقي، منتجه،
ویناییز کتاب دی، نه تش ویناییز او تش لارښودیز کتاب.
متاسفانه زموږ نصابونه داسې جوړ دي چې له
ویناییزې اتلولۍ پرته بل څه نه لري، ځکه خو عبدالرحمن بابا د داسې خلکو د لیدو
داسې ارمان کوي:
خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک |
په ظاهر په باطن سپين سپېڅلي خلک |
که
موږد قرآن کريم په زده کړه کې له معاصرو ښوونیزو او روزنیزو وسایلو او سیستمونو څخه کره، پوره او مسلکي
استفاده وکړو ؛ بیا هم همداسې شخصیتونه ټولنې ته وړاندې کولای شو، چې ژوند او
وړتيا يې هر ساکښ ته غنيمت، نعمت او رحمت وي.
[1]. عبد الرحمن بابا ، د
رحمان بابا دیوان ، ص ۱۲۸ ، . یادونه: خلک یا خلق د رحمان بابا د وخت په لهجه کې
مفرد بلل کېده ، د قافیې کلمې ترېنه راغلي دي.
No comments:
Post a Comment