قرآني پند حق او حقائق


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني پند حق او حقائق

هغه ټولنه چې له قاتل نه د قتل غچ نشي اخېستلاى، لوټمار او غداران نشي بندیانولای، زمکې له غصبه نشي خلاصولای، محرومو پرګنو ته خپل حقوق نشي ور سپارلاى، دوی په حقیقت کې د قرآن کریم له ذکره اعراض کوي. د حقتلفۍ اساسي لامل له حق سره نابلدتیا یا سره له پوهې پر حق باندې د ملنډو جسارت[1] دی.

متاسفانه زموږ په ټولنه کې به د قرآنپالنې د ادعا ترڅنګ ډېر ملي او شخصي مال تروړونکي غاصبان ووینې، البته دا هغه قرآن پالان دي، چې شعار يې تر شعور او ژبه يې تر عمل او عمل يې تر اخلاص پياوړى دى.

له قرآن کریم سره د بلدتیا په صورت کې د خلکو د مالونو د تروړلو جسارت هله کېږي چې د انسانانو روحونه چټل، روان يي ککړ او عقل یې ناولی وي، که څه هم ځان په الفاظو کې د قرآن کریم د دفاع او د حقونو د اداء اتل معرفي کوي.

هلته چې له قرآن کریم سره د انتساب له ویاړ سره سره غصب کوي، په حقیقت کې د ضميرونو د پېر و پلور په بازار کې يې انساني جوهر مات او له منځه تللی دی.

لکه په غلبیل کې چې اوبه نه ایسارېږي، د انسان په ککړ او ناولي ضمیر کې قرآني آب حیات هم نشي پاتې کېدای.

نو د دې پند د ترویج لپاره باید هغه سپین سپېڅلي خلک په عالمانه او عاملانه بڼه د اخلاص پر بنسټ ور وړاندې شي، چې خپله اجوره له الله تعالی پرته له هېچا نه غواړي. د دین د ترویج له لارې شهرت، منصب، ثروت او نوم نه غواړي.

قرآن د پخوانیو، اوسنیو او راتلونکو ګټورو نصایحو غورچاڼ او سرچينه ده.

الله تعالی په دې اړه داسې فرمايي:

«أَمِ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ اٰلِهَةً قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ هَذَا ذِكْرُ مَنْ مَعِيَ وَذِكْرُ مَنْ قَبْلِي بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ الْحَقَّ فَهُمْ مُعْرِضُونَ».[2]

(آيا له هغه پرته دوى نور خدايان نیولي دي؟ دوى ته ووايه چې خپل دليل راوړئ، دا كتاب هم موجود دى، چې په هغه كې زما د زمانې د خلكو لپاره نصيحت دى او هغه كتابونه هم موجود دي چې په هغو كې له مانه د مخكې خلكو لپاره نصيحت و، خو د دوی اکثره كسان له حقيقته نا خبره دي، ځكه خو مخ اړوونكي دي).

له دې ذکره د مخ اړولو یو مهم علت پر حقوقو نه پوهېدل او د ژوندانه له حقایقو ناخبري ده. د حقوقو او حقایقو په اړه پوهاوی ډېراسانه شوی. په دې اړه رسنۍ، محراب، ممبر، تعلیمي نصاب، ښوونځي، مدرسې د الله تعالی او خلکو پر وړاندې مسؤولیت لري.

ځکه حقوقي ژمنې اداري خلکو ته د حق ادایېنې ګټې، ښېګڼې او اصول ښيي، په دې اړه باید د مدرسو فارغانو ته د حقوقو د پوهنځي د ماسټرۍ دوه کلنه څېړنیزه دوره او د حقوقو فارغانو ته د شرعي علومو دوه کلنه څېړنیزه دوره چې تدریس یې قرآن محوره وي جوړه شي.



[1]. بې ځایه زړورتیا دالله او خلکو پر حقونو ملنډې وهل.

[2]. الانبياء: ٢٤.


No comments:

Post a Comment