لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني پند او عذابونه
د قرآن
کریم ذکر د دنيوي او اخروي، مادي او معنوي رنځونو او عذابونو
د مخنیوي بنسټ دی. که بشري نړۍ د قرآن کریم د ذکر پيروي کړې واى، په
ایډز، هیبز او په نورو دې ته ورته رنځونو باندې به چې میلیونونه
تلفات او تریلیونونه مالي زیانونه لري، نه اخته کېدل.
قرآن کریم
انسان له داسې څه نه منع کوي، چې انسان ته مادي یا معنوي ګټه لري او نه یې د داسې
څه امر ورته کړى چې په زيان يې وي، انسان يې له هر هغه څه منع کړی دی، چې مادي، معنوي،
صحي، رواني او اجتماعي زیانونه لري.
که موږ د
بشري پرګنو د اوسنيو ستونزو د رامنځته کېدو او د حل لپاره يې لاملونه وپلټو او
لېست یې کړو، نو ثابته به شي چې ټولې ستونزې د قرآني لارښوونو د نه عملي کېدا له
امله رامنځته شوي.
No comments:
Post a Comment