د قرآني پند یو څو بېلګې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د قرآني پند یو څو بېلګې

قرآني پیغامونه باید د لورينې په توګه د لوراندو او سمو خلکو له لوري د خلکو د ذهني، جسمي، رواني، روحي او اجتماعي ژوند د حفاظت او ودې لپاره په هوښیارۍ، مینه او مهربانۍ ډالۍ شي.

بخیلانو او ظالمانو ته که د قرآن کریم د علم دنده وسپارل شي، یواځې خلک پرې تسخیروي او خپل لالهانده ضمیر او وجدان پرې د تعصب د ترویج لپاره خړوبوي.

 د جسمي رنځونو علت په خوراک کې اسراف، ناروا، ظلم او بخیلي ده. قرآن کریم د ژوند هرې برخې ته لازمې او کاملې لارښوونې لري، موږ د بېلګې په توګه د خوراک او مالي موضوع ګانو په اړه قرآني لارښوونې وړاندې کوو چې د ژوند نورې برخې ورباندې قیاس شي.

الله تعالی پر طیب خوراک خپل بندګان ژمن کړي دي، خوراک به حتمي کوئ، ځکه بې خوراکه ولس رنځور ولس دى، خو خوراک به مو طيب وي: «كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ».[1]

(کومه روزي چې مو درکړې له پاکو، حلالو او ګټورو څخه يې وخورئ).

له خوړو ترلاسه شوې انرژي په فساد کې مه لګوئ.

«كُلُوا وَاشْرَبُوا مِنْ رِزْقِ الله وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ».[2]

(د الله تعالی له روزۍ څخه وخورئ او وڅښئ د مفسدینو غوندې پر زمکه فساد مه کوئ!).

د محلي، ملي او نړيوالو تجارتونو له لارې يې ترلاسه کړئ.

«فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ».[3]

(پر زمکه وګرځئ او د الله تعالی روزي وخورئ!).

یعنې تجارتونه، صادرات، واردات او تولیدات ولرئ.

له خوړو ترلاسه شوې انرژي د حقوق الله او حقوق العباد په ادا کې ولګوئ.

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُوا لِلَّهِ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ».[4]

(ای مؤمنانو!کومه روزي چې مو درکړې له پاکو، حلالو او ګټورو څخه يې وخورئ! د الله تعالی له حکم سره سم يې استعمال کړئ، که تاسو د ده عبادت کوونکي یاست).

هېڅ انسان له خوړو څخه بې برخې نشي، د خوړو انرژي د شيطان سره د دښمنۍ پر محور د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې د شيطاني ليکو او سيستمونو د ماتولو او کمزوري کولو لپاره استعمال شي.

«يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ».[5]

(ای انسانانو کومه روزي چې په زمکه کې ده له حلالو پاکو او ګټورو څخه يې وخورئ! پر شیطاني لیکو مه ځئ، شیطان ستاسې ښکاره دښمن دی).

له پورته آيته راجوتېږي، چې مسلمانان د وږو په مړولو له هر ډول تبعيضه پرته ژمن دي، بشري پرګنې، چې څومره په ولوږه اخته شي، هومره فساد زېږه شي.

حاکمانو ته دلالي ناروا ده، حاکمانو نه د دلالۍ له لارې ځانته خواړه مه پيدا کوئ:

«وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ».[6]

(او تاسې پخپلو كې يو د بل مال په ناروا مه خورئ او مه یې حاكمانو ته په دې غرض وړاندې كړئ چې تاسې ته په قصدي توګه او ظلم د نورو خلكو د يو څه شتمنۍ د خوړلو فرصت په لاس درشي).

عمر بن عبدالعزيز چارواکي له تجارته د دې لپاره منع کړي و، چې له دولتي واکه په استفاده پر عامو تاجرانو د تجارت ګټورې لارې ونه تړي او يا تجارت پخپله ګټه انحصار نکړي.



[1]. البقرة: ۵۷.

[2]. البقرة: ٦٠.

[3]. الملک: ۱۵.

[4]. البقرة: ١٧٢.

[5]. البقرة: ١٦٨.

[6]. البقرة: ١٨٨.


No comments:

Post a Comment