قرآني پند او هسکې سترګې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني پند او هسکې سترګې

زموږ ښوونیزې، روزنیزې او پوهنیزې برنامې باید داسې جوړې شي، چې هېڅ مسلمان په هېڅ نوم او هېڅ پلمه د یتیمانو مالونو، د زمکو غصب او د بازار انحصار ته سترګې خړې نه کړي، په هسکه غاړه د حلالې ګټې میتود زده او زرين فرصت ترلاسه کړي.

«وَاٰتُوا الْيَتَامَى أَمْوَالَهُمْ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَى أَمْوَالِكُمْ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا (٢)».[1]

(د یتیمانو مالونه ورته بېرته وسپارئ، ښه مال پر بد مال مه بدلوئ او د هغو مالونه له خپلو مالونو سره په ګډولو مه خورئ! دا ډېره لويه ګناه ده).

ژوندى ولس، چې ژوندي او اسلام ته ژمن مشران ولري، د حرامو خوړلو ته نه اړ کېږي، ځکه ټول کائنات الله تعالى توظيف کړي، چې موږ حلال وخورو، وڅښو او واغوندو، شاعر وايي:

ابر و باد و مه و خورشيد و فلک در کارند

تا تو نانى به کف اري و به غفلت نه خوري



[1]. النساء: ۲.


No comments:

Post a Comment