قرآني پند او د لاس ګټه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني پند او د لاس ګټه

الله تعالی موږ ته داسې پېغمبر واستاوه چې په اته کلنۍ کې یې رمه پيوله او له دولس کلنۍ څخه يې تجارت پيل کړ، زموږ د ژوند جوړښت باید همداسې شي چې له ورکوټوالي نه هر انسان د حلالې ګټې د حصول لارې چارې زده کړي او هېڅوک په قمار (جوارۍ)، دوکه او ظلم د هېچا مال ونه خوري: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ الله كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا».[1]

(اى مؤمنانو! پخپلو كې يو د بل مالونه په ناروا مه خورئ، مګر (هله!) چې راكړه وركړه د دواړو خواوو په خوښه او روا توګه وي او خپل ځانونه مه وژنئ! باور ولرئ چې الله تعالی پر تاسې مهربان دى).

كه حلال هم وي، باید له اسرافه ځان وساتئ، متوازن، ګټور حلال خوراک به خورئ، دا ډېر شرم دى، چې معده د پارو د توليد ماشين يا د خوراک له لارې انسان په شکر، غوړ او چاقۍ اخته شي يا خوله يې د يتيم او غريب ولس پر مال شخوند وهي، چارواکو ته ډېر شرم دى، چې د لسګونو سيندونو، زرګونو ويالو، سلګونو نهرونو او لکونو چينو او کاريزونو په شتون کې يې ولس د ماهيانو پسونو، مرغانو شيدو، مستو، پېرويو، پنيرو له خوراکه بې برخې او سپېرې دښتې لري، الله تعالی فرمايي: «وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا».[2] (وخورئ، وڅښئ او په ناروا چارو کې لګښت مه کوئ!).



[1]. النساء: ٢٩.

[2]. الاعراف: ۳۱.


No comments:

Post a Comment