قرآن عالي دی


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآن عالي دی

قرآن د اوچت مقام او لوړې مرتبې خاوند دى. د منځپانګې د بديع، بيان او فصاحت له پلوه دومره لوړ دی، چې هر لوړ انساني ادب يې تاييد او تقلید ته اړ دی. د موضوع معنا او محتوا له پلوه دومره عالي دی، چې په یو کتاب کې يې د نړۍ او بشري جرياناتو ټول حقایق په لنډ، مفصل او غځیدلې بڼه بیان کړي دي.

هره جمله او کلمه یې د ژوند یوه اړینه برخه انځوروي او انساني عقل او عاطفه د وجایبو او حقونو د ادا لپاره ويښوي، هڅوي او چمتو کوي. دا زور په هېڅ کتاب کې نشته نړېوالې، بشري او وګړيزی ستونزې او حل لارې يې ښکاره کړې وي، د نړۍ هر کتاب د خپل جمال او کمال لپاره د قرآن کریم منځپانګې، سبک او لارښوونې ته اړ دی.

د پيغام، معیار او هدف له پلوه دومره هسک او سپېڅلی دی، چې ډېر سپېڅلي او هسک انسانان یې هم تقلید ته اړ دي. د ټولگټې، پرمختيا او ښایسته پايلې له پلوه ډېر عالي، د واقعيت او حقپالنې له پلوه ډېر هسک دی.

د مينې، خوږلنۍ او منظموالي له پلوه دومره ګټور، خوږ او منظم دی، چې هېڅ انساني ادبیات ورسره سیالي نشي کولای. د عدالت او صداقت له پلوه دومره عملي او عالي دی، چې عدلپال، حقپال او رښتیني خلک هر کله ترې خپله تنده خړوبولای شي. انساني فطري غوښتنو ته د سالم، معقول او عملي ځواب د ورکولو له پلوه هم عالي دی.

د عقلي، جسمي او عاطفي تندې د خړوبولو د اجتماعي ژمنو ترسرولو او پیاوړتیا له پلوه پوره هر اړخیز او ډېر عالي دی. ټول موضوعات، اسلوب، طرزونه، د حقایقو د رابرسېرولو کړنلار او د حقونو د تحقق تګلار يې عالي ده.

د ژوند هره برخه یې د حقایقو، حقوقو او ژمنو د دقيق تثبيت له پلوه عالي او پیاوړې انځور کړې ده. په هېڅ اړخ کې هېڅوک او هېڅ څه ورته نشي ور رسېداى او نه ورسره سيالي کولای شي.


No comments:

Post a Comment